د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې ۴۰ په سلو کې بې طرفه خلګ د پامه غورځول شوي


په داسي حال کې چې په سوریه کې تاوتریخوالی ادامه لري، ددغه هیواد میانه روه ملکي خلګ چې د یوې خوا ملاتړ هم نه کوي، په منځ کې ګیر پاته دي او د پاڅون د پیل راهسي په بشپړه توګه د پامه غورځول شوي دي. ددوي شمیر کم نه دی بلکې د سوریې ۴۰ په سلو کې نفوس تشکیلوي.

د سوریې امنیتي قواوو نن د دوشنبې په ورځ د پلازمېنې دمشق په هغه سیمه کې د وسله والو کسانو سره نښتې وکړې چې سفارتخانې او د لوړو چارواکو کورنه په کښي دي. د سوریې حکومتي تلویزون اخباریه ریپوټ ورکوي چې په دغو نښتو کې چې د مزېح په سیمه کې وشوې یو امینتي کس او درې ترهګر ووژل شول. همدا راز ریپوټ زیاته کړه چې یو بل برید کونکی نیول شوی دی.

په سوریه کې د سیاسي پلوه، میانه روه او بې طرفه خلګ هم شته چې د سوریې د کړکیچ ختمیدو ته سترګي په لاره دي. اخیستل شوې سرویګانې ښيي چې د دوي شمیر ۴۰ په سلو کې دی. په داسي حال کې چې حکومت پلوه او حکومت ضد کسان په ګډه ۶۰ فیصده نفوس تشکیلوي.

یاسر د دغو میانه روو د ډلې نه دی. هغه داسي وايي : ،،د حکومت ستونزې اوږمهاله دي. حکومت باید اصلاحات ډیر پخوا پیل کړي وای نه اوس چې تر فشار لاندي راغلی دی.،،

یاسر زیاتوي چې د سوریې اکثریت د سوریې د ملي شورا د مشر په هکله معلومات نلري.

هغه داسي وايي: ،،دغه مخالف سیاسي غورځنګ نوی رامنځ ته شوی دی. زه ویلای شم چې د سوریې ۹۰ په سلو کې خلګ د ملي شورا د مشر برهان ګالیون په هکله معلومات نلري. ویل کېږي چې هغه د بهرنیانو سره سیاسي معاملې کوي. زه فکر کوم چې دا خبره به رېښتیا وي.،،

د یادونې وړ ده چې ۲۰۱۱ کال د تیرو نورو کلونو په پرتله د سوریې د خلګو دپاره یو ډیر ستونزمن کال و. خلګ د بې کارۍ ، د برېښنا ، ګاز او د توکو د لوړې بیې د جدي ستونزو سره مخامخ وو. ځیني خلګ وايي چې د توکو بیې دومره لوړې شوې چې خلګو ځیني وخت د دې وس نه درلودی چې په سیمه ایزو دوکانونو کې لومړني اړین توکي رانیسي.

د سوریې خلګ وايي چې په دغه هیواد کې پاڅون اوس د خلګو پر ورځنیزو فعالیتونو باندي هم اغیز کړی دی. یاسر په دې هکله داسی وايی: ،،اوس د ښار په دخولي لارو کې امنیتي پوستې دي او هرڅوک چې ښار ته راننوځي باید تلاشي شي.،،

د سوریې دغه میانه روه او بې طرفه خلګ وايي چې دوي دې ته سترګي په لاره دي چې دغه کړکیچ به څه وخت ختمیږي او وضیعت به څه وخت بیرته عادي حالت ته راستنیږي. پرون د یکشنبې په ورځ هغو کسانو ته د جنازې مراسم ونیول شو چې په دووګنو ځانمرګو بریدونو کې ووژل شول. په دغو بریدونو کې ۲۷ کسه ووژل شول او د ۱۴۰ نه زیات ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG