د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې تازه نښتو د اوربند د ماتیدو امکانات زیات کړي


د سوریې امنیتي ځواکونو د حما په ښار کې یو مظاهره کونکی په نښتو کې وژلی دی او د ترکیې د سرحد سره نږدې نښتې پیل شوي دي چې د هغه اوربند ماتولو امکانات یې رامنځ ته کړي دي چې د حکومت او مخالفینو ترمنځ اعلان شو.

په ټولې سوریې کې مخالفینو ګڼ شمیر مظاهرې وروسته له هغه نه پیل کړې چې امنیتي ځواکونو د مظاهره کونکو پر یوې ډلې باندي چې د حما د څلور لارې پر خوا روان و ډزې وکړې او یو کس یې په کښي وواژه.

د بشري حقوقو فعالین او د ترکیې سیمه ایز خلګ وايي چې د سوریې حکومتي ځواکونو او یاغیانو په سرحدي سیمه کې نښتې وکړې. د ریپوټونو له قرار ځیني نښتنې قوي وې.

دغه ناکراري په داسي حال کې رابرسیره کېږي چې د سوریې حکومت ویلي چې د هغه اوربند ملاتړ به وکړي چې د ملګرو ملتونو او عرب لیګ په ملاتړ باندي د خاص استاځي کوفی عنان له خوا ډالې شوی دی. ددغه پلان په ترڅ کې د حکومتي ځواکونو څخه غوښتل کېږي چې د خلګو د رهایشي سیمو څخه دي ووځي او پر مظاهره کونکو باندي دي بریدونه بس کړي.

دغه راز د یادشوي سولې په پلان کې پر مظاهره کونکو باندي هم غږ شوی دی چې د جګړې نه دي لاس واخلي. د سوریې حکومت ویلي دي چې د اوربند برسیره که چیري د مخالفینو له خوا پرې برید وشي نو دوي به غبرګون وښيي.

ډیپلوماتان وايي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به نن د جمعې په ورځ غونډه وکړي چې سوریې ته د ناظرینو یو ډله ولېږي.

XS
SM
MD
LG