د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو څارونکي وایي په سوریې کې یې پرمختګ کړیدی


د ملګرو ملتونو د څارنې یوه ډله چې سوریې ته د اوربند د څارنې لپاره استول شویده، پرون د جمعې په ورځ د عدلیب ښارګوټي ته تللي ؤ تر څو سوریې ته د اضافي څارونکو د ورتګ لپاره د حالاتو جاج واخلي

د ملګرو ملتونو د څارونکې دغې ډلې سره چې د سوریې د پایتخت شمال خوا ته یې سفر کاوه خبریالانو هم مله ؤ. هغوي د حمص او حاما په ښارګوټو کې د تیلو د خامو تیلو د تصفیه کولو هغه فابریکې هم ولیدې چې د بشار الاسد د طرفداره ځواکونو او یاغیانو تر منځ په شخړو کې ړنګې شویدي.

څارونکي د عدلیب ښارګوټي هم ولاړل چې د بشار الاسد د رژیم په خلاف د مخالفینو د مهمو مرکزونو نه ګڼل کیږي او د دواړو خواوو په جګړو کې سخت ځپل شویدی. د عدلیب په ایالت کې د ملکي خلکو په پرتله امنیتي ځواکونه ډیر تر سترګو کیدل.

د سوریې امنیتي ځواکونو د ملګرو ملتونو د څارونکو ډله د ماشومانو د لوبو هغه میدان ته هم بوتلل چې د هغوي په قول تروریستانو پکې شلخي بمونه خښ کړي ؤ خو د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د هغوي دا ادعا نده تائید کړې.

د ملګرو ملتونو د څارونکي د ډلې مشر ډګروال احمد هیمیچي د ورځې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د هغوي په کارونو کې پرمختګ شویدی.

" مونږ د بیلا بیلو ډلو سره وکتل او خبرې مو ورسره وکړې چې زمونږ د کار مهمه برخه ده. پدې سره مونږ غواړو د هغو درې سوو نورو څارونکو د راتګ لپاره هم چمتوالی ونیسي چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا منظور شویدی."

د ملګرو ملتونو د څارونکو دغه وړه ډله د مخکې نه سوریې ته تللې ده چې د هغه ملک ځیني هغه سیمې وګوري چې سختې جګړې پکې شویدي او د حکومت او مخالفینو تر منځ اوربند وڅاري. دا د ملګرو ملتونو د سولې د هغه پلان یوه برخه ده چې غواړي په سوریې کې روان تشدد پای ته ورسوي او حکومت او مخالفین سره خبرو ته کښینوي.

د ملګرو ملتونو چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د هیوادونو نه یې غوښتي دي چې سل تنه بې وسلې څارونکي دي برابر کړي چې د ملکیانو تر څنګ به سوریې ته په راتلونکو دیرشو ورځو کې واستول شي چې اوربند وڅاري.

نړیوالې ټولنې هم د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازي کوفي عنان د سولې د پلان سره موافقه کړیده او ټول یې ملاتړ کوي. د ښاغلي عنان په پلان کې غوښتل شویدي چې لومړی دې اوربند وشي او تر هغه وروسته دې حکومت او مخالفین خبرو ته سره کښیني او روانې ستونزې دې د حل سیاسي لاره چاره پیدا کړي. د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې تر اوسه د سوریې په روان تشدد کې د نهو زرو نه زیات خلک وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG