د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې یوه مهم ګوند ګواښ کړی چې د مخالفینو له ایتلاف نه به ووځي


دسوریې ېوه مهم گوند گواښ کړی دی چې د سوریې د مخالفو گوندونو له ایتلاف نه چې همدا اوس هم ډیره گډوډي پکې روانه ده ووزی. هغوي شکایت کوي چې مخالف ایتلاف د جمهوررئېس بشارالاسد خلاف د پاڅون له روحیې سره روان ندی.

دسوریې دمحلي هماهنگۍ کمېټې نن د پنجشبنې په ورځ وویل چې د سوریې ملي شورا خپل اعمال په سیاسي بې کفایتۍ سره سرته رسوي. هغوی ددغې شورا پر مشرتابه اعتراض وکړ چې د محلي هماهنگۍ د شورا له غړو سره سم سلوک نه کوي او قدرت ېې انحصار کړی دی. نوموړو زیاته کړه چې د سوریې ملي شورا دهغو فعالینو سره چې په سیمه کې موجود دی کارونه په هماهنگۍ اونظم باندی سرته نه رسوی.

XS
SM
MD
LG