د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه: د حکومت د مخالفینو سره خبرو ته آماده یوو


د سوریې حکومت وايي چې د وسله والو مخالفینو سره خبرو ته آماده دی. د سوریې د باندنیو چارو وزیر ولید المعلم نن د دوشنبې په ورځ په ماسکو کې وویل چې سوریه د هغو کسانو سره چې خبرو اترو ته لیواله دي چمتو ده چې خبرې وکړي.

د سوریې د باندنیو چارو وزیر خپل د روسي انډول سرګي لاروف سره لیده کاته کوي. د روسیې د باندنیو چار وزیر تیره اونۍ وویل چې د سوریې شخړه د پوځي لارې څخه نشي حل کېدای او دوامداره جګړه به دواړه خواووې د ورانۍ خوا ته یوسي.

دا په داسي حال کې ده چې سوریې مخالف فعالین وايي چې د حکومت جنګي الوتکو د یکشنبې په ورځ د یاغیانو پر مورچلونو باندې په پلازمېنې دمشق او حلب کې بریدونه کړي دي.


فعالینو د یکشنبې د ورځې د بریدونو په هکله د حلب او دمشق د سیمو ویډیو ګانې پر انټرنیټ خبرې کړي دي چې د بمبارۍ وروسته وضیعت ښيي. د مرګ ژوبلې په هکله لا سمدستي څه نه دي ویل شوي.
XS
SM
MD
LG