د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې د اوربند وروسته آرامي رامنځ ته شوې


رپوټ وايي په سوریه کې، د ملگرو ملتونو داوربند له نافذ کېدو نه وروسته یو ډول ارامي منځته راغلې ده. د بشري حقوقو هغه ډله چې د سورېې دپېښو څارنه کوي، امریکا غږ ته وویل چې دسوریې دځايي وخت د سهار له 6 بجو راهیسی دمرگ ژوبلې پېښې منځته ندي راغلي.

سوریی د ملگرو ملتونو د اوربند په هغه وړاندیز باندی د عمل کولو وعده کړې وه چي نن د پنجشنبی د ورځی له سهار نه وروسته د اعتیبار وړ گرځېدلی ده.

د کوفي عنان د دی شپږ فقره ایزه پلان هدف دا دی چې په سوریه کې د ١٣ میاشتو نه راپدیخوا روان تشدد پای ته ورسیږي.

د سوریې حکومت پرون په یوه اعلامیه کې و ویل چې حکومتي ځواکونو د تروریستي ډلو سره په کامیابۍ جګړه وکړله او په ټول هېواد کې یې دولتي نظم برحاله کړ، خو د چارشنبی په ورځ یې دا خبرداری هم ورکړ چې د دوي وسله والې قواوې به د تیارسی په حالت کې وي او دهرډول وسله وال برید په وړاندې به چې دترهگرانو له خوانه د ملکېانو او عسکرو خلاف وشي انتقام واخلي.

د دغی نسبې ارامۍ سره سره د سورېې ډېر مهاجرین په دې معامله شک لري.

پرون د سورېې لپاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ خاص استازي کوفي عنان وویل چې د سوریې حکومت ورته ډاډ ورکړی چې د هغه اوربند احترام به وکړي چې ټاکل شوې په څو ساعتونو کې یې د مخالفانو سره ومني.

ښاغلي عنان پرون په تهران کې د ایران د خارجه وزېر علي اکبر صالحي سره وکتل او د سوریې د روان بحران په اړه یې ورسره خبري وکړې.

ایران په سیمه کې د سوریې ېو ډیر نژدې انډیوال هېواد دی او کولې شي چې په دغه هیواد کې د روان تشدد او جنگ په ختمولو کې غټه ونډه واخلي.

کوفي عنان وویل,چې ده د ایران د خارجه وزیر سره د سوریې د روانې وضعې په اړه ډېرې رغنده خبري وکړې او دواړو موافقه وکړه چې ددغه بحران دحل لپاره باید یوه سوله اېزه لاره وموندل شي.

خو د سورېې د بشري حقوقو د څارنې د موسسې آمر موصب آزاوي خبریالانو ته وویل چې، د سوریې رژیم فقط د چل او نیرنگ نه کار اخلي او لگیا دي ټولو خلکو ته په ډله ایزه توگه سزا ورکوي.

په هغه مجلس کې چې د اتو صنعتي هېوادونو داستاځی له خوانه په واشنگټن کې داېرشوی دی د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې هېلري کلنټن دهغې مرگ ژوبلې په برخه کې چی په سورېه کې روانه ده خبرداری ورکړ . هغې دهغو ستونزو په برخه کې هم اندېښنه څرگنده کړله چې دملگرو ملتونو خاص ا ستاځي کوفی عنان ورسره مخ دی. هغه وویل کوفي عنان کوښښ کوي چې اوربند عملي شي او مرگ ژوبله پای ته ورسېږي.

په همدی اړه د سپېنې ماڼۍ ویاند جې کارني داحتیاط خبرداری ورکړ او وېوېل چې جمهوررئیس بشا رالاسد خپلې وعدی د مرگ ژوبلی دبندولو په برخه کې تردی مخکی ماتي کړی دي.

XS
SM
MD
LG