د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د سولې خبرې بیا پیلیږي


ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د سوریې د سولې خبرې بیا په جینوا کې پیل شي.

د سوریې دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی پلان لري چې د سوریې د حکومت او اپوزیسیون سره د سولې خبرې بېرته د راتلونکي دوشنبې په ورځ په جینوا کې پیل کړي.

د امریکا یو لوړ پوړي ډیپلومات وايي چې د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن د سوریې د سولې خبرې به له خپل پلان سره سم، د دوشنبې په ورځ پیل شي، سره له دې چې هغه وویل " د سوریې حکومت په نسبي ډول اوربند مات کړی دی".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي " په هره برخه کې تاوتریخوالی ا وتشدد ۸۰، ۹۰ فیصده کم شوي دي، چې دا یو ښه پرمختګ دی."

د سوریي مهم مخالف ګروپ وویل په ژنیوا کی به د سولی په خبرو کې ګډون وکړي،د مذاکرو د عالي کمیټې ویاند سلیم ال موسلات وویل"مونږه د خاص استازي ستیفن دیمستورا د هڅو قدر کوو. په جینوا کې کولی شو خپلو خلکو ته لږ څه کراري ور په برخه کړو، کولی شو چې د سوریې په رژیم فشار واچوو چې سولې ته غاړه کېدې. د سیاسي انتقال د پیلولو ځای جینوا دی، ځکه ژنیو په رژیم باندی فشار اچوي چې د نړیوالې ټولنې ارادې ته غاړه کښیږدي."

امریکا د سوریې د حکومت هغه هڅې غندلي دي چې د بشري مرستو مخه یې نیولې ده او د ملکیانو پر سیمو باندې یې په وار وار هوايي بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG