د لاس رسي وړ اتصالات

د سورېې د سولې خبرې په قزاقستان کې پیل کېږي


د قزاقستان په آستانه کې د ریکزو په پرېزېډېنټ هوټل کې د سورېې د سولې د کنفرانس خونه
د قزاقستان په آستانه کې د ریکزو په پرېزېډېنټ هوټل کې د سورېې د سولې د کنفرانس خونه

د سورېې د یاغیانو استازيو نن د مذاکراتو لپاره د سوریې د حکومت له ا ستازیو سره د قزاقستان په آستانه کې تررسمي خبرو مخکې ولیدل

د ترکیې پوځ وایي په سوریه کې یې د داعش یو سل او پنځه شپیته مرکزونه بمباري کړي دي. د پوځ اعلامیه وایي هوایي ځواکونو د داعش د قوماندې مرکزونه، د جنگ دفاعي خط او پټې ځالې په نښه کړې.

پردې سر بېره ېې د الباب په ښار کې د داعش دوه په وسلو بار موټرونه له منځه وړې دي.

ترکیې شپږ میاشتې وړاندې د سوریې شمال ته ځمکني ځواکونه ولیږل چې سرحدي سیمې له داعش څخه پاکې کړي او د سوریې د کردانو د پرمختگ او غښتلتیا مخه ونیسي.

دا تصویر د روسېې نظامي انجنیران څرگندوي چی په حلب کې کار کوي
دا تصویر د روسېې نظامي انجنیران څرگندوي چی په حلب کې کار کوي

د سوري پوځ حکومتي رسنۍ نن د یکشنبی په ورځ ددغې جگړې د ویډیویوه برخه خپره کړله او وې ویل ددوی د عسکرو او اسلامي دولت ترمنځ د حمص په سیمه کې جگړه روانه ده.

د سورېې د شمالي ښار حلب خلک اسره من ول چی ددوشنبې په ورځ به په قز اقستان کې د سولې په کنفرانس کې د سولې خبرې ددوی خونړۍ او اوږده کورنۍ جگړه پایته ورسوي.

د سورېې د یاغیانو استازي نن د یکشنبې په ورځ په قزاقستان کې د حکومت له ا ستازیو سره له خبرو نه مخکې حاضر ول. دا لومړی ځل دی چې په یوکال کې ددواړو خواو ترمنځ دغه راز خبرې کېږي.

ددې خبرو د مهمو ټکیو په سر کې ترټولو مهمه خبره داوه چې هغه کمزوری اوربند غښتلی شي، چې تیره میاشت پرې موافقه وشوه، او بشري کړاوونه چی د جنگ له امله منځته راغلي دي، اسانه کړی شي.

داخبرې چې د قزاقستان په پلازمینه آستانه کې به وشي، روسېې، ایران، او ترکیې ېې ضمانت کړی دی.

داتازه هڅې ددې لپاره کېږي چې یوه سیاسي روغه جوړه ددې لپاره منځته راشي چې داخونړۍ کورنۍ جگړه پایته ورسېږي چی تراوسه پورې پکې تر ۴٠٠ زرو نه زیات کسان وژل شويدي؛ ا و د هېواد ترنیمايي نه زیات خلک پکې بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG