د لاس رسي وړ اتصالات

بشرالاسد: د جګړې د ختمولودپاره به د رېښتنو هلو ځلو ملاتړ وکړم


د سوریې ولسمشر چي په جنگونو کي را گیر دی، ژمنه یې کړې ده چي د هغه څه طرفداري به وکړي چي ده ورته « ریشتیني هلي ځلي » وویلې چي خپل جنگ ځپلي ملک ته سوله راولي.د سوریې دولتي مطبوعاتو وویل چي ولسمشر بشار اسد دا تبصره وروسته له هغه وکړه چي نن د شنبې په ورځ یې په دمشق کي د ملگرو ملتونو د پخواني عمومي منشي ( کوفي عنان ) سره وکتل. ښاغلي اسد دا خبرداری هم ورکړ چي تر هغو پوري به هیڅ سیاسي حل لاره پیدا نه شي چي تروریستان دې ته پریښودل کیږي چي په لارو کوڅو کي د گډوډیو او نا آرامیو زڼي وشیندي.

د سوریې مشر دا وینا په داسي حال کي وکړه چي قواوو یې په شمال لویدیځ ښار ( عدلیب ) باندي حملې کولې. په عدلیب باندي ددې حملو تصویرونه ښئي چي هغه ملکي خلک چي ددې ښار نه تښتي کوشش کوي خپل د ضرورت وړشیان ورسره یوسي تر شا یې د ودانیو نه تور دودونه را پورته کیږي.

د سوریې د پاره د ملگروملتونو او عربي ټولني آستاځي ښاغلي ( عنان ) کوشش کوي چي د سوریې د بحران د حلیدو د پاره یوه سیاسي لاره پیدا کړي او دا خبرداری یې ورکړی دی چي د یاغیانو وسله وال کول به حالات نور هم پسې خراب کړي. خو عربي چارواکي چي په قاهره کي په خبرو اخته دي، د سوریې په حکومت باندي یې سخت انتقادونه کړي او ویلي یې دي چي هغه باید د خلکو د وژلو او تباهي مسئول وبلل سي.

د قطر صدراعظم ( شیخ حماد بن یاسیم الثاني ) په دمشق باندي ډیر سخت انتقادونه وکړل او د سوریې په حکومت باندي یې د « قتل عام » کولو تور ولگاوه. هغه د سوریې د یاغیانو نه وغوښتل چي ځانونه وسله وال کړي او دا یې هم وویل چي اوربند به نور کافي نه وي.

له بلي خوا سعودي عربستان په روسیې او چین باندي له دې کبله انتقادونه وکړل چي د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا پریکړه یې ویتو کړه او اجازه یې ورکړه چي ظلم او وحشت نور هم دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG