د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د مظاهرو دریمه ورځ ده


په سوریې کې د مظاهرو دریمه ورځ ده

په سوریې کې د مظاهرو دریمه ورځ ده

نن دریمه ورځ وه چی په سلهاوو کسانو د سوريی په جنوب کی د درعا په ښارګوټی کې مظاهرې وکړی.

د وړمه ورځی په مظاهرو کی چی درعا په ښارګوټی کی وسوی د پولیسو او مظاهره چیان تر منځ په نښتو کی ۴ تنه مظاهره چیان مړه سول.

د درعا په ښارګوټی کی عینی شاهدین وایی چی مظاهره چیانو غوښتنه کوله چی په دغه ملک کی دی بیړنی حالت ختم سی.

د رایټر خبری اژانس وایی چی د حکومت یو پلاوی درعا ته رسیدلی چی د هغو کسانو د کورنیو سره چی وړمه ورځ د امنیتی ځواکونو په ډزو کی مړه سوی همدردی وکړی.

رایټر دا هم وایی چی دولت ژمنه کړی چی هغه زده کوونکی چی په دی تور چی په دیوالونو یی د حکومت ضد مظاهرو د جوړولو لپاره شعارونه لیکل بندی سوی دی، خوشی کړی.

په سوریی کی سیاسی فعالین وایی چی دوی غواړی چی سیاسی بندیان خوشی سی او د بشر السد په حکومت کی دوی ته ډیره آزادی ورکړل سی.

XS
SM
MD
LG