د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې مشر د سیاسي اصلاحاتو غږ کړی


د سوریې مشر د سیاسي اصلاحاتو غږ کړی

د سوریې مشر د سیاسي اصلاحاتو غږ کړی

د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد تیره ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې د هیواد د سیاسي بحران د سمون په مقصد د سیاسي ریفورم مسله مطرح کړه خو مظاهره کوونکي بیا هم لارو کوڅو ته وتلي او د هغه گوښه کیدل غواړي. له بلې خوا د امریکا حکومت له سوریې څخه جدي او واقعي عمل غواړي نه تش په نامه وعدې.

بشارالاسد د سیاسي اصلاحاتو په مقصد د ملي دیالوگ او خبرو وعده وکړه خو دموکراسي پلوه مظاهره کوونکو د هغه وینا رد کړه او د نوموړي وعدې یې درواغ وبللې.

دا په داسې حال کې دي چې نن په لسگونو زرو خلکو د جمهور رئیس بشارالاسد په پلوۍ په دمشق او نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې.

بشارالاسد چې د دمشق په پوهنتون کې د خپلو پلویانو په وړاندې وینا کوله په هیواد کې روان تاو تریخوالی یې د خرابکارو عمل وگاڼه او د متوسطو مهمو اصلاحاتو وړاندیز یې وکړ.

(سیاسي حل د هغو لپاره نه دی چې وسلې لري او خلک وژني خو مونږ سیاسي حل غواړو او هیله لرو چې اردو څومره ژر چې ممکن وي بیرته خپلو مرکزونو ته ستانه شي. او هیله من یم چې امنیتي ځواکونه هم خپلو دفترونو، ودانیو او ځایونو ته ژر تر ژره ستانه شي، او دا یوه عادی خبره ده چې پولیس د خلکو سره د قانون له مخې چلند وکړي.)

هغه وایي چې په ملي کچه خبرې به ژر پیل شي او یوه کمیټه به جوړه کړي چې د اساسي قانون اصلاح او د سیاسي گوندونو د جوړیدو لپاره لاره حواره شي.

له بلې خوا د امریکا حکومت پرون له سوریې نه د جدي عمل غوښتنه وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولند وویل هغه څه چې په سوریه کې صروري دي عمل دی نه خبرې.

(تاسې پوهیږئ چې بشارالاسد د کلونو او اونیو راهیسې خپلو خلکو ته وعدې ورکوي. هغه څه چې اوس مهم دي هغه عمل دی نه وینا. په دې وینا کې هغه خپل ډیر وخت د بهرنیو محرکینو پر ملامتولو تیر کړ نه د خپلو خلکو په قدردانۍ چې ددې رژیم نه په دې بیزاره دي چې د خلکو د سرکوبۍ، اداري فساد او ډار اچونې له لارې ځان ساتي.)

همداشان د سپینې ماڼۍ ویاند جی کارني د سوریې د بیگناه خلکو پر ضد د تاو تریخوالي د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.

(هلته د سیاسي دیالوگ د رامنځ ته کیدو لپاره واقعي عمل ته اړتیا ده چې دغه اوښتون د یوې دموکراتیکې سوریې خواته پرمخ لاړ شي. او لکه مونږ چې پخوا ویلي، جمهور رئیس اسد ته ضروري ده چې یا دې دغه بدلون رهبري کړي او یا گوښه شي.)

خو بلخوا د سوریې د جمهور رئیس لوړپوړی سلاکار ډاکتر شعبان وایي د سوریې په اړه غلط معلومات خپریږي.

(د سوریې په اړه په میډیا کې ستر کمپاین روان دی. د سویې په هکله زیات درواغ خپریږي. د سوریې خلک نن ډیر خوښ دي. دا په سوریه کې یو نوی پیل او نوی دوران دی. دا نوی تاریخ دی او مونږ ډیر ویاړو چې مونږ سبا ته خپل سرنوښت پخپله ټاکوو.)

د سوریې په وروستي تاو تریخوالي کې د حکومت د مخالفینو په وینا یو زر او څلور سوه کسان وژل شوي او شاو خوا لس زره تنه توقیف شوي دي.

XS
SM
MD
LG