د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو بېړۍ بیا ډوبې شوې


د اروپايي ټولنې چارواکي وايي د روان کال له پیل تراوسه شاوخوا ۳۰۰۰ کډوال په سمندر کې ډوب وي او مړه شوي دي.
د اروپايي ټولنې چارواکي وايي د روان کال له پیل تراوسه شاوخوا ۳۰۰۰ کډوال په سمندر کې ډوب وي او مړه شوي دي.

اروپا ته تلونکې د مهاجرینو یوه وړه بیړۍ چې ۴۶ تنه پکې سپاره وو،په یونان کې په اوبو کې ډوبه شوې ده. چارواکي وایي امنیتي ځواکونو۲۰ تنه ژغورلي او کوښښ کوي چې نور هم پیدا کړي.

پولیس وایي د اروپایي ټولنې یوې هیلوکوپترې چې په سرحد کې ګزمه کوله، دغه کسان یې د یکشنبې په سهار وختي د لیبوس په ټاپو کې لیدلي وو.

پولیسو سیمې ته دوه کښتۍ لیږلي چې په اوبو کې ډوب شوي کسان وژغوري، تر اوسه نده معلومه چې ډوب شوي کسان د کوم هیواد اتباع وو، خو اکثره خلک چې سږ کال د ترکیې نه یونان ته رسیدلي دي، سوریایان او افغانان دي.

د مهاجرینو یوه بله کښتۍ هم د ترکیې په اوبو کې د بلې غټې کښتۍ سره جنګیدلې او اوښتې ده.

په دغې پېښې کې هم ۱۳ تنه مړه شوي چې لا یې هېواد معلوم نه دی.

هنګري بېرته خپل سرحد پرانیست

هنګري د سربستان سره خپل سرحد چې پنځه ورځې مخکې یې تړلی و، بیرته پرانیستی دی. د هنګري د کورنیو چارو وزیر ساندور پرنټر ویلي دي چې اوس به پدې لارې موټر هم د تالاشۍ نه وروسته تیریږي.

بل پلو اطریش وایي چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې ۱۱زره مهاجر د هنګري نه دغه هیواد ته وراوښتي دي. د اطریش د کورنیو چارو وزیر وایي تمه کیږي چې ۷زره نور مهاجر به نن دغه هیود ته واوړي.

د وزارت چارواکی د خیریه مؤسسو سره غونډه کوي چې د مهاجرینو لپاره سرپناوې، او د ژوند نور لازم مواد برابر کړي.

د سوریې یو مهاجر چارواکو ته وویل چې ولې یې خپل هیواد پریښود "دا کار مې د جګړې د لاسه کړی، جګړه ډیره بده ده، هر څه تبا کوي ، مونږ نور هلته ژند نشو کولی. "

اسټرالیا او د سوریې کډوال

استرالیا د بشري حقونو د سازمان لخوا د فشار لاندی دی چې د سوریې نور مهاجرینو ته هم پناه ورکړی. داسي ښکاري چې ددغه هېودا نوي مشر ملکوم ټرنبول، به دې ته زړه ښه نکړي چې نورو مهاجرو ته ځای ورکړی.

د آسټریلیا د ټولو نه په لوی ښار سډني کې مظاهرچیانو حکومت ته یو واضح پیغام ورکړ او هغه دا چېد سوريي مهاجرینو سره چې له جنګ څخه تښتې، باید نوره مرسته هم وشي.

تمه کیږی چې د سوريي ۱۲زره مهاجرین به تر کرسمس پورې اسټرالیا ته ورسیږي، خو فعالین په دې باور دي چې شاید دغه هېواد د نورو کډوالو منلو ته هم لیواله وي.

د مهاجرینو مسله په اسټرالیا کې یوه جنجالي موضوع ده او نوی صدراعظم په دې ښه خبر دی چې په ۲۰۱۳ کال کې محافظه کارانو د همدې مسلې په خاطر په غوڅ اکثریت انتخابات وګټل.

XS
SM
MD
LG