د لاس رسي وړ اتصالات

په لسو کلونو کې ۲۲ میلیونه انسانان بې کوره شوي


د مهاجرینو د پاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مشر انتونیو گوټریس خبرداری ورکړیدی چې لسګونه زره انسانان په نړۍ کې د جنگونو، شخړو او نورو ستونزو له کبله بې کوره کیږي او له هغوی سره مرسته کونکې ټولنې هم له مالي ستونزو سره مخ دي.

کله چې په ٢٠٠٥ کال کې انتونیو گوټریس د ملگرو ملتونو د عالي کمشنر په توګه دنده پیل کړه نو ٣٨ میلینونه خلک د جگړې د لاسه بې کوره وو اوس لس کلونه ورسته د بې کوره شویو خلکو شمیر ٦٠ میلیونو نه لوړ شویدی.

د تېرو پنځو کلونو په مودې کې د ملگرو ملتونو د مهاجرینو ادارې یو ان ایچ سي ار په منځني ختیځ، افریقا، اسیا او نورو سیمو کې ١٥ شخړې ثبتې کړیدي.

د تېرو پنځو کلونو په مودې کې د هغه خلکو شمېر چې خپل کورونه پریږدي یو په درې لوړ شویدی.

گوټریس واېي چې اوس دا د نړیوالو لپاره مشکله ده چې د مهاجرینو په مسلې ځان غلی کړی ځکه چې د سوریې د پنځه کلنې جگړې له وجې دغه مسله اروپا ته غځیدلي ده او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا تر ټولو ستر بحران سره مخ ده.

اروپا چې خپله ۵۰۰ میلیونه نفوس لري او هره ورځ شاوخوا پنځه زره کسان اروپا ته ننوځي چې ډېره لویه شمېره بلل کیږي. خو د کډوالو اداره وايي که سم انتظامات وشي دا خلک په اسانۍ ځای پر ځای کیدای شي.

ښاغلي گوټریس ویلي چې د اروپا د مهاجرینو مشکل د نړۍ د روانو مسلو، یوه مسله ده.

نوموړی وايي په تېر یو کال کې د شخړو دلاسه د جنوبي سوډان، یمن، مرکزي افریقا، ناجریا، یوکراین او افغانستان دننه او بهر میلیونونه خلک بې کوره شویدي.

یو این ایچ سي آر او نورې مرستندویه ادارې د دغو خلکو سره د مرستې لپاره چې څومره پیسو ته ضرورت لري د هغې نیمایي ورسره شته دي، خو وايي چې د نړۍ په مختلفو برخو کې شا او خوا ٨٢ میلیونه خلکو سره مرستو ته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG