د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او روسیې ډيپلوماتان بیا پر سوریې خبرې کوي


په سوریه کې په روانو جنګونو کې لسګونه زره خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي
په سوریه کې په روانو جنګونو کې لسګونه زره خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي

د امریکا او روسیې لوړ پوړي ډیپلوماتان د شنبې په ورځ په سویس کی غونډه کوي چې په سوریه کی د سولې د روان بهیر په اړه بیا سره خبرې وکړي.

د امریکا خارجه وزیر جان کیری اود روسیې خارجه وزیر سرگي لاوروف په لوزان کې خبرې سره ګوري او په دې اړه غږیږي. دوی به کوښښ وکړي چې د سوریې په شمالي ښار حلب باندې بمبارۍ ختمې کړي چې د دوه هفتو راهیسې، د رورسیی په ملاتړ د سوریي حکومت پیل کړي دي.

لاوروف د جمعې په ورځ وویل چې ددې تازه ډیپلوماتیکو خبرو نه د هیڅ کومې نتیجې توقع نه لري. مشهورو نړیوالو خیریه موسسو د شنبې په ورځ وویل چې د حلب په ختیځه برخه کی دې ٧٢ ساعته اوربند وشي چې ناروغان او زخمیان و ایستل شی، او طبي مرستې او خواړه دغې محاصره شوې سیمې ته ورسول شي.

امریکا او غربي متحدین یې د سوریې ملګرې، روسیه، په روغتونونو او د ملګرو ملتونو د خیریه مرستو په کاروانونو او د حلب په خوا شا سیمو باندې د بمباریو له کبله په جنګي جنایاتو تورنوي.

سوریه او روسیه وایي چې دوی په وسلوالو ملیشو بمباري کوي، په داسې حال کې چې په مخالفینو باندې بمباریو کې ولسي خلک چې زیاتره یی ماشومان دي وژل شوي دي.

په سوریه کې له تېرو څو کلونو راهیسې جنګ روان دی چې لسګونه زره خلک په کې ووژل شول او ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG