د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د سوریې په برخه کې د چین او روسیې ویټو وغندله


ملګرو ملتونو د سوریې په برخه کې د چین او روسیې ویټو وغندله

ملګرو ملتونو د سوریې په برخه کې د چین او روسیې ویټو وغندله

د رورسیې او چین له خوا د امنیت د شورا د هغې پریکړې ویتو کولو، د نړۍ شاخوا هیوادونو د خلکو قهر اوغوصه را پارولې ده چې د سوریی جمهورریس بشارالاسد په کې له دې کبله غندل شوی دی چې په خپلوخلکو باندې حملې کوی. ددغه پریکړه لیک په ترڅ کې جمهور ریْس اسد نه غوښتل شوي دي چې د قدرت نه لیري شي.

د ملگرو ملتونوعمومي منشي بان کیمون، ددې پریکړې په هکله د ددې دوو ملکونو ویتوکول وغندل . ښاغلی بان کیمون وایي دامنیت شورا د یوه متحد اقدام موقع چې ددې بحران دپاره د حلارې په موندلو کې مرسته وکړي ،د لاسه ورکړه.

د امینت د شورا دیارلس نورو غړو د امریکا ، فرانسې او جرمني په ګډون د دې پریکړې په طرفدارې رایې ورکړې.

د تونس صدراعظم نن وویل چې دده ملک د سوریی سره خپلې اړیکی شلوي.

حمادي جبالي، چې نن په میونیښ کې د امنیت په کلني کنفرانس کې غږیده ، وویل تونس د سوریی نه خپل سفیر باسي اوهمدا شان یی په نوروعربي هیوادونو یې غږ وکړ چې د ده په شان اقدامات وکړي. پرون ددغی شورا د رای گیرۍ نه وروسته په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سوزان رایس وویل ، واشنگتن د چین او روسیی په ویتو بیخې متنفر شویدی، خو امریکا به د سوریې د بحران د حل دپاره د کوشش نه لاس وا نه خلي.

په ملگرو ملتونو کې د برتانیی سفیر ښاغلی گرانت وویل روسیې اوچین دواړو عربي نړی ته شا واړوله

د سوریی سفیرې بشر جعفري د ملگرو ملتونو په غړو تور ولگاوه چې د ترورستانوملاتړ کوي.

روسیې د خپلې ویتو دفاع وکړه او وایی چې د امنیت د شورا غړي د رژیم د بدولولو دپاره د سیاسی روغې جوړې مسله بی اهمیته کوي. او مخالفین هڅوی چې قدرت ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG