د لاس رسي وړ اتصالات

د عرب لیګ د باندنیو چارو وزیران د روسیې د چارواکو سره د سوریې پر مسله ګوري


د کویټ چارواکي وايي چې د عربي هیوادونو دباندنیو چارو وزیران به راتلونکې اونۍ د روسیې د باندنیو چارو د وزیر سرګي لاروف سره وګوري او په سوریې کې به د روان کړکیچ په هکله ورسره خبري وکړي. تازه معلومات ښيي چې د چارشنبې په رځ د سوریې حکومتي ځواکونو د حمص پر ښار باندي ځمکني بریدونه پیل کړي دي. ددغه ښار په هغو سیمو باندي چې د حکومت ضد مظاهره کونکو نیولي دي، د حکومتي ځواکونو له خوا څه کم یوه میاشت کېږي چې شدیدې هوايي بمبارۍ روانې دي.

د بشري حقوقو فعالین وايي چې د سوریې د زغره لرونکو ځواکونو قطعه چې مشري یې د بشرالاسد د ورور ماهر په غاړه ده، د حمص د ښار په بابه امر او انشات سیمو کې یې د سوریې د آزاد پوځ په نامه د ځواکونو سره نښتې کړي دي.

د سوریې آزاد پوځ چې د سوریې د حکومتي ځواکونو نه بیل شوي ځواک دی وايي چې د دوي مخ پر زیاتیدونکی شمیر د سوریې د پوځ په مقابل کې د دوي د بریالیتوب چانسونه ډیروي.

د سوریې د پوځ پخوانی لومړی بریدمن چې اوس د مخالفینو سره یوځای شوی دی داسي وايی: ،،د حکومتي ځواکونو څخه زیات شمیر خلګ زمونږ خوا ته رااوړي. پخوا خلګو ویره درلوده، خو اوس هغه ویره له منځه تللی. پخوا به افسرانو د خپلو کورنیو په هکله اندېښنې درلودې خو اوس داسي نه ده. د سوریې پوځ اوس د هیواد په بیلابیلو برخو کې تیت شوی دی او د ټانکونو په ذریعه بریدونه ترسره کوي. دوي هر هغه سرتیری وژني چې خپل غږ پورته کړي.،،

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفی عنان، د ملګرو ملتونو او عرب لیګ له خوا د سوریې دپاره د نوي ځانګړي استاځی په توګه ټاکل شوی دی. هغه وايي چې ډیر ژر به سوریې ته سفر وکړي چې ددغه هیواد د ولسمشر بشرالاسد سره وګوري او ځیني وغواړي چې د خپلو مخالفینو سره مزاکراتو ته کښیني او د دغه هیواد ناکرارۍ ته یوه سوله ایزه لاره پیدا کړي.

ښاغلی عنان داسي وايي: ،،زه پوهیږم چې هلته داسي کسان شته چې بیلې نظریې لري او وايي چې مزاکرات ښايي سمه لاره نه وي او باید د نورو وسیلو نه کار واخیستل شي خو زه فکر کوم چې د سوریې د خلګو په خاطر چې په جګړه کې بند پاته دي، یو سواله ایز حل هغه هم د چټکو مزاکراتو له لارې هغه لاره ده چې باید تعقیب شي.،،

د ملګرو ملتونو دغه پخوانی عمومي منشي کوفی عنان به سیمې ته د سوریې د پاره د ځانکړي استاځی په توګه خپل سفر د قاهرې نه پیل کړي او هلته به د عرب لیګ د مشر نبیل سره وګوري.

په سوریه کې د بشري حقوقو ډلې وايي چې یواځي پرون د چارشنبې په ورځ په سوریې کې د روان پاڅون په لړ کې ۱۵ کسه ووژل شول.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت دلته په واشنګټن کې د سوریې ستر ډیپلومات احضار کړ چې په دغه هیواد کې د عامو خلګو پرضد د حکومت د بریدونه په هکله ورته خپله اندېښنه څرګنده کړي.

XS
SM
MD
LG