د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د سولې خبرې د پیل نه وروسته دستي ودرېدې


ویل کېږي چې د سوریې د حکومت او مخالفینو ترمنځ د دوشنبې د ورځې مخامخ خبرو ډیر دوام ونکړ او د پیل څخه څه موده وروسته دستي د خنډ سره مخامخ شوې. ددغو خبرو هدف دا وو چې په سوریې کې یو انتقالي حکومت رامنځ ته شي.


د سوریې د حکومت مخالفینو د سوریې د حکومت د اصولو اعلانول رد کړل او دا کار یې د هغه موافقې خلاف وګڼی چې په جینو کې شوې وه. مخالفینو دغه راز دا ګیله هم درلوده چې د واک د انتقال په هکله د سوریې حکومتي پلاوي هيڅ خبري ونکړې .

د سوریې د باندینو چارو مرستیال وزیر فیصل میکداد وویل چې د حکومت استاځي جینو ته د واک د انتقال دپاره نه وو تللي بلکې په سوریې کې د ترهګرۍ په هکله د خبرو دپاره تللي وو. خبري منابعې وايي چې د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ځانګړي استاځي لخدر ابراهیمي د دغو انکشافاتو وروسته د سوریې د مخالفینو او حکومتي استاځو ترمنځ غونډه لغوه کړه.

د سوریې مخالفین اوس هم پر خپل دریځ ولاړ دي او هغه دا دی چې بشارالاسد باید واک پرېږدي او یو انتقالي حکومت دي ایجاد شي. پر دې مسلې باندي د ۲۰۱۲ کال د جینو د سولې په کنفرانس کې موافقه شوې وه. خو د سوریې حکومت بیا وايي چې د بشارالاسد ایسته کېدل د غونډې د بحث موضوع ګرسره نه وه.


په عین حال کې د دوشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د سوریې د حکومت څخه غوښتي دي چې سمدستي دي د حمص ښار ته د بشري مرستو کاروانونو ته اجازه ورکړي او دا چي په سیمه کې بند شوي ملکیان دي ژر تر ژره پرېږدي چې د سیمې څخه ووځي.


د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویلي دي چې د سوریې د حکومت له خوا پشنهاد شوې لاره چې د حمص دښاره څخه دي ښځې او ماشومان راوایستل شي کافي نه ده او نه هم د بشري مرستو د رسېدو بریدل ګڼل کېدای شي چې ورته سخت ضرورت دی.
XS
SM
MD
LG