د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه د سورېې مخالفې ډلې د سولې خبرو ته هڅوي


د سورېې لپاره د ملگرو ملتونو خاص استازی سټیفن ډي مستورا
د سورېې لپاره د ملگرو ملتونو خاص استازی سټیفن ډي مستورا

سټیفن ډي مستورا: زه دېته په ټینگه خوشبین یم چی د سورېې مخالفې سیاسي ډلې به د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

د سورېې یوې مخالفې سیاسي ډلې نن په ژنیو کې د سورېې لپاره د ملگرو ملتونو له خاص استازي سټیفن ډي مستورا سره وکتل. ډي مستورا چی له دغه غېررسمي مجلس نه وروسته خبریالانو ته وویل دی خوشبین او مصمم دی چی مخالفې سیاسي ډلې به د سولې په خبرو کې گډون وکړي.

د سورېې د مخالفو ډلو استازي دېته چمتو دي چې د سولې په مذاکراتو کې په ژنیو کې برخه واخلي. خو د مخالفو ډلو یو مشر وايي د دې تمه نشته چې د سولې ېوې معاملې او موافقې ته سره ورسېږو، ځکه چې د حکومت پېاوړي مرکچیان پکې گډون نه کوي.

د سورېې د یوې مهمې مخالفې سېاسي ډلې (د مذاکراتو د عالي کمېټې) ویاند الشيخ سالم عبدالعزیر المسلط ژنیو ته تللی دی. هغه وايي دوی غواړي چې د ملگرو ملتونو په ملاتړ خبرو کې برخه واخلي. دغه خبرې د سورېې د کورني جنگ د سیاسي حل او روغې جوړې لپاره کېږي.

عبدالعزیز سالم المسلط، د مذاکراتو د عالی کمېټې ویاند وایي:...موږ دیته چمتو یو او دلته ددې لپاره راغلي یو چی داخبرې کامیابې شي. موږ دېته چمتویو چې مذاکرات پیل شي، خو موږ باید په سوریه کې یو څه اقدامات ووینو. مقصد دا چې په سوریه کې بمباري کمه شي، او پربشري مرستو بندیزونه لېرې شي، ځکه زموږ خلک له لوږې سره مخامخ دي.

هغه هېئت چې د سورېې د پخواني صدراعظم ریاض حجاب په مشرتوب د شنبی په ورځ د سورېې د حکومت له خوانه ژنیو ته ولاړ ، دهغه په برخه کې دا لا څرگنده نده چی به په مستقیمو خبرو کې برخه واخلي.

د سورېې د مخالفی ډلې د آزادۍ د ملي جبهې داجراېې غړي علا عرفات د شنبې په ورځ وویل ددې امکانات کم دي چی څوک له دې موجوده هېئت سره د سولې ېوې معاملې ته ورسېږي. هغه وویل:... څرنگه چې په دغه هېئت کې جگپوړي چارواکي نشته نو واک او صلاحیت ېې کم دی، له همدې امله د سولې ېوې موافقې ته د رسېدو امکانات کموي او دا یوه غټه ستونزه ده.

د استازو په سر اختلافات

اسد الزوبي د سورېې دآزاد پوځ له غړیتوب نه مخکې د سورېې په هوايی قواو کې ډگروال و. د یوه مشر استازي په توگه دهغه ټاکل او د یاغې ډلې جیش الاسلام، د استازي په توگه د محمد علوش ټاکل د مخالفو ډلو ترمنځ جنجال رامنځته کړی دی. سریکس کسارجیان د سورېې یو سیاسی تحلیل کوونکی وايي:.. د محمد علوش ټاکل دوه عوامل لري یو داچی هغه ناراض دی. بله داچی روسیه له دېنه انکار کوي چی ترهگر په مذاکراتو کې برخه واخلي. له بل پلوه، سعودي عربستان لاتراوسه پورې هم په دې مخالفو تنظیمونو باندې کنترول لري.

د سورېې د مذاکراتو لپاره دملگرو ملتونو خاص استازي ستیفن دي مستورا خبریالانو ته د تېرې دوشنبې په ورځ وویل تمه ده چې دا مذاکرات شپږمېاشتی وخت واخلي او دمذاکراتو شامل لوري به له یو بل سره مستقیمی خبری ونکړي. سټیفن ډي مستورا وویل په دې خبرو کې هېڅ ډول مخکېني شرایط نشته دي.

"...د ژنیو له مذاکراتو سره هرڅه پیل کیږی. دابه دهرڅه لپاره یو پیل وی. ددې ثبوت داد ی چی دا د هرچا په واسطه منظور شوي دی. هېچا په دې کې شک ندی څرگندکړی. د ملگرو ملتونو د لارې نقشه چی په 2015 کې جوړه شوه په دری ټکو ټینگار کیو حکومتداری، نوی اساسی قانون، او د ملگرو ملتنو تر نظارت لاندې نوی انتخابات. په دې کې به نورې اړوندې خبرې هم وشي.

سیاسي او جغرافیايی اغېزې

د ترکېې، روسېې، ایران او سعودي عربستان ترمنځ سیاسي اوجغرافیايي کړکېچ په دې مرکچیانو ژوره اغېزه کړېده. د سختو مخالفتونو له امله دمخالفو اړخونو مذاکره چیان دیته اړشول چې دا پریکړه وکړي چې دوی به په اوله کې له یوبل سره مخامخ ملاقات ونکړي. دا پرېکړه ددې نښته هم ده چې د ډیر کم پرمختگ زمینه هم یقیني نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG