د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې خبري پرته له مهمې نتېجې پای ته ورسېدې


د سوریې د حکومت او مخالفینو ترمنځ د سولې د خبرو لومړی پړاو د جمعې په ورځ بشپړ شي خو په مهمو مسایلو کې د دواړو خواوو ترمنځ ډیر لږ پرمختګ شوی دی.

ویل کېږي چې دواړې خواووې به د یوې اونۍ په ترڅ کې بیا په ژینو کې سره وګوري او همدې کتنې ته د سوریې او مخالفینو ترمنح د ۷ ورځو خبرو د غټې لاسته راوړنې په سترګه کتل کېږي.

د ملګرو ملتونو استاځی لخدر براهیمي وایي چې هغه هیله لري چې په راتلونکي پړاو کې به د دواړو خواوو ترمنځ نورې کاري خبري هم وشي. نوموړي زیاته کړه چې دا د یوې پروسې پیل دی.

د سوریې حکومتي پلاوي او مخالفینو حتی پر دې لا خبرې سره وکړې چې کوم مسایل د بحث وړ دي چې باید خبرې پرې وشي.

د سوریې حکومت غواړي چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ مسله په خبرو کې مطرح کړي. د پنجشنبې په ورځ د سوریې حکومت یوه قطعنامه وړاندي کړه چې په کښي په سوریې کې د تروریستي اعمالو د بندېدو غوښتنه وشوه.

خو د سوریې د حکومت اوپوزیسون بیا وايي چې دا یو جانبه خبرې دي او ترڅو پوري چې یو انتقالي حکومت رامنځ ته نشي دغه خبرې بې فایده دي.

د سوریې حکومت وايي چې مخالفینو ځکه د ترهګرۍ په هکله د سوریې د حکومت قطعنامه رد کړه چې همدوي په خپله ترهګر دي.
XS
SM
MD
LG