د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې د ترکې پوځي الوتکه غورځولې


ترکیې ژمنه کړیده چې د سوریې ددې اعتراف ځواب به ورکړي چې وایی د ترکیې د هوایی قوې جټ الوتکه یې چې د سوریې هوایي قلمرو ته ننوتې وه، غورځولی ده.

د ترکیې صدراعظم طیب اردوان په انقره کې د عاجلې امنیتي غونډې نه وروسته بیان خپور کړیدی، وایي یو ځلې چې ددې پیښی په باره کې ټول حقایق معلوم شی ، نو قاطع ځواب به ورکړل شي.

د سوریی مامورینو وویل، دغه جنګي الوتکه، چې ډیر ښکته یی پرواز کاوه، پرون د جمعې په ورځ د مدیترانیې دپاسه وویشتل شوه.

د سوریې قواوې،د دوه ترکي پیلوټانو د پیدا کولو دپاره د ترکانو سره کومک کوي.

ترکیې، د هغو ملکونو، لکه امریکا سره لاس یو کړیدی چې وایي د سوریې جمهورریس بشارالاسد باید د قدرت نه لیری شی ځکه چې په مقابل کې یې پاڅون شویدی.

د ملګروملتونو استازي کوفي عنان پرن په ژنیو کې خبریالانو ته وویل، نفوذ لرونکي هیوداونه باید په سوریه کې دواړه خواوې وهڅوي چې قتلونه بند کړي، او خبرې پیل کړي.

کوفي عنان وویل، اوس ددې وخت دی چې دغه هیوادونه په حکومت او مخالفینو دواړو خواوو، فشارونه نور هم زیات کړي چې تشدد په سوریه کې ختم کړي.

XS
SM
MD
LG