د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په اړه د ایران او ترکیې نوې څرگندونې


د ایران جمهور رئیس حسن روحاني او د ترکیې صدراعظم احمد داووداوغلو
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني او د ترکیې صدراعظم احمد داووداوغلو

د ایران او ترکیې مشران وایي سره له دې چې د سوریې په هکله مختلف نظرونه لري، خو دواړه غاړې اوس په سیمه کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني او د ترکیې صدراعظم احمد داووداوغلو د شنبې په ماښام په تهران کې سره وکتل.

دواړو مشرانو په دې کتنه کې د سوریې د جگړې پر ختمېدو ټینگار وکړ او د ترکیې صدراعظم وویل چې د دې جگړې په باب د تهران او انقرې د اختلافاتو سره سره، لازمه ده چې ایران او ترکیه دواړه سره همکاري وکړي او د سوریې څو کلنه جگړه ختمه شي.

پر ملکي وگړو نوي بریدونه

د سوریې دولتي خبري آ‏‏ژانس (سانا) ویلي چې د هغه هېواد په شمال کې د حلب ښار په یوې سیمې چې د حکومت په واک کې ده، توغندي لگېدلي او له امله ١٣ ملکي وگړي مړه شوي او ۴٠ نور ټپیان دي.

د سانا په خبر کې راغلي چې دا برید "ترهگرو" نن د یکشنبې په ورځ، د شیخ مقصود پر سیمې کړې چې زیاتره استوگن یې کردان دي. د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مقر یې په لندن کې دی، ویلي چې د القاعدې اړوند، النصره جبهې په نامه تندلارې ډلې دا برید کړی دی.

په سوریې کې له څو ورځو راهیسي، د متحده ایالاتو او روسیې په منځگړتوب، اوربند اعلان شوی، خو بیا هم د هغه هېواد په ځینو سیمو کې یوڅه نارامۍ لیدل کیږي. اوربند د فبروري پر اوه ویشتمه نافذ شوی، خو النصره جبهه او داعش ډله په دې اوربند کې شامل نه دي.

XS
SM
MD
LG