د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: سوریې د حمص په ښار کې ۱۷ کسه اعدام کړي


دملگرو ملتونو د بشري حقوقو اداره دهغو رپوټونو په برخه کې دخطر څرگندونه کړیده چې وايي د هغه وخت راهسي چې د سورېې حکومتي ځواکونو له یاغیانو نه د حمص اداره په لاس کې ونیوله 17 کسان ېې اعدام کړېدي.

دملگرو ملتونو د بشري حقوقو د کمشنرۍ نطاق روپرت کالویل وویل چې دغی نړېوالې ادارې ته داسي نه تصدېق شوي رپوټونه ور رسېدلی دی چې د پنجشنبې په ورځ د بابا عمر په سیمه کې چې په حمص کې واقع ده، په ډیرې بی رحمۍ پرته له محاکمې وژنی شویدي. دغه نطاق ووېل چې ملگري ملتونه له چارواکونه غوښتنه کوي چې له قانون نه خلاف د انتقام اوبدل اخېستلونه ډډه وکړي.

دسورېې د حکومت قواوو د پنجشنبې په ورځ په حمص قبضه وکړله. دا کار وروسته له هغه نه وشو چې د سورېې قواو دتېرې ېوې مېاشتی راهیسی د یاغیانو مورچلونه په توپونو ویشتل.

د برتانېې صدراعظم ډېوېډ کېمېرون نن د جمعی په ورځ وویل چې دسوریې حکومت به ددغو جرایمو چی په دغه حمله کې ېې کړېدی مسوول وگڼل شي. هغه په بروکسل کې د اوروپايی مشران په مجلس کې وویل چې دا پروا نلري چې څومره وخت پرې ولگېږي خو ددغه وحشتناک رژیم د حساب ورکولو ورځ به راورسېږي.

د سوریې یاغیان وایي چي دوي وروسته له هغه نه د حمص د ښار د ( بابا امر ) د سیمي نه راووتل چي د ولسمشر بشار اسد د امنیتي قواو له خوا یوه میاشت سر په سر حملې ورباندي وشوې.

دغو یاغیانو چي ځانونه د بابا امر انقلابي لواگاني بولي پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چي دوي ځکه ددې سیمي نه وځي چی د هغو تقریبا ۴٠٠٠ ملکیانو ژوند وژغوري چي ویلي یې دي د خپلو کورونو نه به ونه وځي.

هغوي وویل چي دغه « تاکتیکي په شا تگ » یې د بشري حالاتو د خرابوالي انعکاس دی. خوراکي مواد، اوبه او دواگاني کمي شوي ، بریښنا او د حمل و نقل چاري قطع شوي دي او همداراز وسلې یې هم کمي شوي دي.

د فرانسې جمهوررئیس ( نیکولا سرکوزي ) وویل چي هغه دوه فرانسوي ژورنالیستان چي څو ورځي په باباامر کي بند پاته وو په لبنان کي یوه محفوظ او خوندي ځاي ته استول شوي دي. ښاغلي سرکوزي په بروکسیل کي دا وینا وکړه او ویې ویل چي ده د ازادې د خبریالي ( ایدیت بوویر ) سره په تلیفون کي خبري وکړې او دې ته ترتیبات نیسي چي هغه او عکاس ( ویلیمز دانیل ) په یوه حکومتي الوتکه کي فرانسې ته را ورسوي.

( بوویر) کله چي په بابا امر کي د خبرونو د برابرولو په یوه مرکز کي د نورو غربي خبریالانو سره یوځاي اوسیده، تیره هفته د حکومتي قواو په ډزو کي زخمي شوې ده. په دې حمله کی د هغې دوه ملگري ووژل سول. ( بوویر ) او ( دانیل ) د فرانسوي ورځپاڼي ( لا فیگارو ) له خوا سوریې ته د خبرونو د برابرولو د پاره استول شوي وو.

XS
SM
MD
LG