د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې ته د ملګرو ملتونو یوې څارونکې ډله تللې ده


په داسي حال کې چې فعالین ادعا کوي چې حکومتي ځواکونه په حومس او نورو سیمو کې د مخالفینو پر سنګرونو باندي بریدونه کوي، ملګرو ملتونو د ناظریو یوه ښپږ کسیزه ډله سوریې ته لېږلې ده چې په دغه هیواد کې اوربند وڅاري.

په بریتانیې کې میشت د بشري حقوقو ناظرې ډلې نن د دوشنبې په ورځ ریپوټ ورکړ چې امنیتي ځواکونو د حما په مرکزي ښار کې هغه مهال دو کسه ووژل چې د هغوي پر موټر باندي یې ډزې وکړې.

وروستی تاوتریخوالی څو ساعته وروسته له هغه نه رامنځ ته شو چې د مراکش د ډګروال احمد حیمیچه په مشرۍ د ملګرو ملتونو ډله د سوریې پلازمېنې دمشق ته ورسیده.

د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ګډ استاځي کوفي عنان یوه ویاند احمد فوزي وویل چې ماموریت به د عملیاتي مرکز په پرانیستلو سره پیل شي چې په لړ کې به یې د سوریې حکومت او مخالفینو دواړو سره تماس ونیول شي چې د ملګرو ملتونو د ناظرینو په نقش باندي په بشپړه توګه پوه شي.

فوزي زیاته کړه چې ټاکل شوې ۲۵ تنه نور ناظرین د څو ورځو په ترڅ کې سوریې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG