د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې او ملګري ملتونو د تشدد برسیره پر اوربند باندي موافقه وکړه


د سوریې داوربند په منځ کې د څو ځلې مرگ ژوبلې او تششد برسیره دسوریې حکومت او ملگرو ملتونو په دې باندې موافقه کړې چې د سولې هغه پلان عملي کړي چې منځگړتوب یې د ملگرو ملتونه او عرب لیگ له خوا ټاکل شوی ځانګړی استاځی او پخوانی د ملگرو ملتونو سرمنشي کوفې عنان کوي.

دکوفي عنان یوه نطاق وویل چې په دغه تړون کې د څارونکو نقش ښودل شوی دی او همدارنگه د اوربند د څارنې په برخه کې هم د حکومت او مخالفن ترمنځ شرایط ښودل شوي دي.

د کوفې عنان نطاق وايي منځگړی له مخالفینو سره په خبرو لگیا دی چې همدغه را ز یو توافق منځته راشي.

تردی مخکي د ملگرو ملتونو سرمنشی بان کیمون ویلي و چې سورېې په بشپړه توگه تراوسه پوري اوربند ندی عملي کړی.

XS
SM
MD
LG