د لاس رسي وړ اتصالات

لخضر براهیمي د بشارالاسد سره دغونډې نه وروسته هم اندیښنې لري


لخضر براهیمي او بشارالاسد د غونډې په محال

لخضر براهیمي او بشارالاسد د غونډې په محال

د سولې نړیوال استازي لخصر براهیمي نن په دمشق کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد سره غونډه وکړه چې د سوریی د 21 میاشتنۍ کورنۍ جګړې د حل په امکاناتو باندې ورسره وغږیږي.

د ملگروملتونو او د عرب لیگ استازي د گاونډی هېواد لبنان نه پرون د سوریې پایتخت ته ورسیدی. د اسد مخالفو مبارزینو وویل چې په همدغه ورځ په یوې نانوایی باندې د حکومت په هوایي حمله کې د 60 نه زیات کسان ووژل شول.

دغه حمله د حما په ایالت کې د یاغیانو تر کنترول لاندې د هلفایا په ښار شویده. که چیري دا تایید شی، نو دا به په 21 میاشتني بحران کې یوه ډیره مرگانۍ حمله وي.

مړي به نور هم پسې زیات شي ځکه چې د پنځوسو زخیمانو د جملې نه د ځینو حالت خراب دی.

دا لا نده څرگنده چې پدغه یو پوړیزه ودانۍ چې اصلا نانوانی ده، بمباري شویده که بله پېښه وه، خو هغه ویډیو چې نن په انټرنټ کې خپره شویده، ښیي چې سړي لگیا دی کار کوي چې د خارو غزلو لاندې بند شوي کسان راوباسي.

د انسانانو د بدن په وینو لړلي اندامونه په سیمه کې شاوخوا پراته دي.

دغو مبارزینو همدغه راز ویلی دي، د حکومت الوتکو د حلب په ایالت او د دمشق په ختیځه خوا کې چې جمهورریس ته وفادارو عسکرو کوښښ کاوه چې یاغیان د هغه ځای نه و باسي بمباري کړیده.
XS
SM
MD
LG