د لاس رسي وړ اتصالات

٢٠١٦ د سوریې د ماشومانو تر ټولو خونړۍ کال و


اردن ٢٠١٢ کال، د سوریې یو کډوال ماشوم د جگړې د ختمولو په لاریون کې پر ملگرو ملتونو د مرستې غږ کوي.
اردن ٢٠١٢ کال، د سوریې یو کډوال ماشوم د جگړې د ختمولو په لاریون کې پر ملگرو ملتونو د مرستې غږ کوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونیسف) ویلي ۲۰۱۶ تر بل هر وخت د سوریايي ماشومانو لپاره بد کال وو.

د ملگرو ملتونو ددغې ادارې په وینا په دغه کال کې لږ تر لږه شپږ سوه دوه پنځوس ماشومان وژل شوي دي.

په سوریه کې د نښتو په ترڅ کې پر ښوونځیو، روغتونونو، پارکونو او کورونو باندې بریدونه کم شوي نه دي.

د یونیسف د شمیرو له مخې لږ تر لږه دوه سوه پنځه پنځوس ماشومان ښوونځیو ته ورڅیرمه وژل شوي او تر یو اعشاریه اوه میلونه نور زده کوونکي له زده کړو محروم شوي دي.

د سوریې په شخړو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې په تړاو د یونسیف په راپور کې راغلي دي چې د جګړو له امله ٢،٣ میلیونه سوریايي ماشومان د منځني ختیځ نورو هیوادونه ته کډه شوي دي.

د جنورۍ شلمه ٢٠١٧، په حلب ولایت کې د بوستان القصر په بمبارې شوي ودانۍ کې ماشومان لیدل کیږي.
د جنورۍ شلمه ٢٠١٧، په حلب ولایت کې د بوستان القصر په بمبارې شوي ودانۍ کې ماشومان لیدل کیږي.

د سوریې په تیره شپږ کاله جگړه کې د هغه هیواد نیمایي نفوس کډوال شوی دی چې اکثریت یې په اردن، ترکیې او عراق کې میشت شوي دي.

XS
SM
MD
LG