د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا:د سوریې مخالفین دي خپل اختلافات حل کړي


د امریکا د باندنیو چارو وزیر به نن د یکشنبې په ورځ په اوردن کې د نړۍ په اقتصادي فوریوم کې ګډون وکړي چیري چې ویل کېږي هغه به د سوریې د شخړې د له مینځه وړلو دپاره د راتونکي میاشتې د سولې پر کنفرانس باندي ټینګار وکړي.

دا څو اړخیزې پیشنهاد شوې د سولې خبرې به د لومړي ځل لپاره د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت استاځي او د مخالفینو ایتلاف استاځو ته چې کوښښ کوي د هغه حکومت راپرځوي، د دې موقع برابره کړي چې مخامخ خبرې سره وکړي.

د سوریې د باندنیو چارو وزیر ولید المعلم د یکشنبې په ورځ وویل چې د هغه حکومت دا منلې ده چې د سولې په پیشنهاد شوي کنفرانس کې به برخه واخلي او دې کنفرانس ته یې د سوریې د شخړې د حل دپاره د یوې ښې موقع په سترګه وکتل.

د امریکا متحده ایالات او روسیه ددغه کنفرانس پلویان او تنظیمونکي دي. امریکا د سوریې پر پاشل شويو مخالفینو باندي کار کوي چې د کنفرانس د پیل مخکي دي خپل مینځي اختلافات حل کړي.

د سوریې د مخالفینو د ایتلاف مطرح مشرانو وویل چې ددوي ایتلاف به د سولې په راتونکي کنفرانس کې ګډون وکړي خو وویل چې دوي شک لري چې ددغه کنفرانس په لړ کې به د دوي کلیدي غوښتنه ومنل شي او هغه د ښاغلي اسد موافقت دی چې واک به پرېږدي.

ښاغلي کیري د سوریې د شخړه په هکله د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون او د سوریې د ولسمشر محمد مورسي سره هم په ایتویوپیا کې د افریقايي اتحادیې په کلنۍ غونډه کې خبرې وکړې.
XS
SM
MD
LG