د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه به د جي شل د اجنډا مهمه موضوع وي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نړۍ د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ورسیدی. توقع کېږي چې د روسیې د سینټ پیټسبرګ په ښار کې د جي شلو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې به نور موضوعات د سوریې پر خلاف د مریکا د یوه احتمالي برید تر تاثیر لاندې راشي.

که څه هم چې د سوریې قضیه د دوه ورځینۍ غونډې په رسمي اجنډا کی نه ده شامله شوې، خو توقع کیږي چې د نړۍ مشران به په ضمني توګه هرو مرو پرې خبرې سره وکړي.

ولسمشر اوباما غواړي چې د سوریې د رژیم د ځواکونو له خوا د دمشق پر یوې ناحیې باندې چې د مخالفانو په وکنټرول کې ده، پر ملکي وګړو دکیمیاوي وسلو د کارولو په ځواب کې د سوریې پر ضد د حملې لپاره هر څومره چې امکان ولري پراخه ملاتړ لاس ته راوړي.

دچارشنبې په ورځ د امریکا د مشرانو د جرګې د خارجي اړیکو جرګه ګۍ چې یوه ډیره پیاوړې جرګه ګۍ ده، د سوریې پر خلاف د حملو لپاره د اوباما پلان منظور کړ خو دغه هېواد ته یې د ځمکنیوو ځواکونو د لېږلو اجازه نه ده ورکړې. اوس به پر یادشوې پریکړې باندې د مشرانو جرګې ټول غړي رایې ورکوي او هم به پری په ولسي جرګی کې بحث کېږي.

ښاغلي اوباما پرون په سویډن کې یوه مطبوعاتي کانفرانس ته وویل چې که کانګرس او نړیواله ټولنه د بشارالاسد داعمالو پر ضد اقدام ونه کړي نو خپل ټول اعتیبار به له لاسه ورکړي. اوباما د پنجشنبې په ورځ د جاپان د لومړي وزیر شېنزو آبې سره وکتل او د سوریې په هکله یې ورسره خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ مشاور بن روډ وایې چې سمدستي ښاغلې اوباما په ځانګړي توګه د روسېې د ولسمشر سره د خبرو پلان نه لري.

روسیه چې د سوریې رژیم ته د وسلو د لېږلو یوه مهمه مرجع ده، درې واري یې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د چین سره یو ځای ټولې هغې پریکړې ویټو کړي دي چې د سوریې د رژیم دغندلو او په نړیواله کچه د لازمو اقداماتو لپاره وړاندې شوې. پوتین د چارشنبی په ورځ امریکا ته خبرداری ورکړ چې په خپل سر دې پر سوریې باندې برید نه کوي. دامنیت شورا منظوري باید واخلي.

له بلي خوا د چین د باندنیو چارو وزیر ژو ګوانیاو وایې چې پر سوریې باندې به د حملې له امله په مارکیټ کې د خامو تیلو بیه لوړه شي او پر نړیوال اقتصاد باندې به هم د نوموړي په وینا منفي اغیزه وکړي.

پاکستان: امریکا دي پر سوریې پوځي برید نه کوي

پاکستان وایي چې دغه هېواد پر سوریې باندې د امریکا له خوا د پوځي قوت د کارولو سره مخالفه دی.

د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د پاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاندعزاز احمد چودري د قوله وایي چې پاکستان دا ویره لري چې ددغې حملې له امله به ښايي په سوریې کې وضع نوره هم پسې خرابه شي او په سیمه کې به شخړې زیاتې شي.

ښاغلي چودري وویل چی پاکستان د پوځي قوت نه د استفادې کولو سره مخالف دی او ټولې خواوې باید د صبر او ځغم څخه کار واخلي. ښاغلي چودري وویل چې د سوریې خلک باید خپلې ستونزې د ملګرو ملتونو په مرسته د خبرو له لارې حل کړي.

پاکستان پر لویدیځو قدرتونو باندې غږ وکړ چې په سوریې باندې دي حمله نه کوي. پاکستان دا بیانیه په داسې حال کې خپره کړې ده چې ویل کیږي امریکا او فرانسه د سوریې د رژیم پر هدفونو باندې د هوایي او سمندري حملې لپاره ځانونه چمتو کوي.

امریکایي استخبارات وایي چی تیره میاشت په دمشق کې د کیمیاوي وسلو داستعمالولو په نتیجې کی د ١۴٠٠ نه ډیر ملکي وګړي ووژل شول . سپینه ماڼۍ وایي چې حمله د سوریې حکومتي ځواکونو کړې ده ، خو د سوریې حکومت یې د منلو نه انکار کوي. په لسګونو زره خلک دتیرو دوه نیمو کلونو په موده کې په سوریی کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG