د لاس رسي وړ اتصالات

کېري او لاوروف هڅه کوي چې د سوریې په اړه موافقې ته ورسیږي


د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران د سویس په ژنیو کې د خبرو پر مهال
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران د سویس په ژنیو کې د خبرو پر مهال

د امریکا د متحده ایالاتو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیران نن د جمعې په ورځ د سویس په ژینیو کې وکتل او د سوریې د جگړې د پای ته رسیدو په لارو چارو یې خبرې وکړي.

د غونډې هدف دا دی چې په سوریې کې د داعش خلاف په جګړه کې د همکارۍ د موافقې په جزئیاتو سلا وشي.

د رویټرز خبرې آژانس لیکي چې داسې هیله کیږي چې د افراطي ډلو په خلاف د جګړې موافقه به دې ته لاره هواره کړي چې د سوریې د حکومت او د سوریې د حکومت د مخالفو معتدلو ډلو ترمنځ جګړه کمه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د پنجشنبې په ورځ سعودي عربستان ته تللی و چې په سوریه کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي عملیاتو په هکله د هغه هیواد له مشرانو سره خبرې وکړي.

د ښاغلي کېري او د سعودي عربستان د شهزاده محمد بن سلمان ترمنځ په خبرو کې د بحرین او د خلیج د همکارۍ د شورا دیپلوماتان هم حاضر وو. ښاغلي کېري غوښتل چې په ژنیو کې د سرگي لاوروف سره د جمعې د ورځې له خبرو دمخه د سوریې د پلان په اړه د خلیج د شورا ملاتړ ترلاسه کړي.

د سوریې د کړکیچ د پای ته رسیدو په اړه د مسکو او واشنگټن د لوړوپوړو دیپلوماتانو ترمنځ مخکنیو خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې ځکه دغه خبرې د جگړې د مخالفو اړخونو څخه د امریکا او روسیې د ملاتړ په وجه پیچلې شوي دي.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي د ښاغلي لاوروف سره د خبرو په ترڅ کې به دواړه اړخونه هڅه وکړي چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې ته د ماتې ورکولو په مقصد د پوځي همکارۍ او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په اړه سره موافقې ته ورسیږي. او دا هغه څه دي چې دواړه خواوی یې غواړي.

د سوریې په هکله د کېري پلان په مسکو کې د جولایی د میاشتې په خبرو کې په ډاگه شو. ددې پلان له مخې به واشنگټن او مسکو د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې خپل هوایي بریدونه هم آهنگ کړي او د سوریې هوایي ځواک به د هوایي بریدونو څخه منع کړای شي.

له بلې خوا روسیې د حلب په ښار کې د بشري اهدافو لپاره په یو ۴٨ ساعته اوربند باندې موافقه وکړه. د حلب ښار د بشارلاسد او د هغه د مخالفو قواو ترمنځ ویشل شوی دی.

همداشان د سوریې د جمهور رئیس بشارلاسد د حکومت او د مخالفینو ترمنځ د یوې موافقې له مخې دمشق ته نژدې د یوې سیمې څخه یاغیان او ملکي وگړي وځي.

د داریا د سیمې څخه د یاغیانو وتل چې د اسد د رژیم پر وړاندې د خلکو د پاڅون لومړنی نښه وه کیدای شي د سوریې د مرکز په شاوخوا کې د تاوتریخوالي په کمیدو کې د دمشق بریالیتوب حساب شي.

په داریا کې د حکومت مخالفین د څلور کالو جگړې، بمباریو او محاصرې وروسته د پنجشنبې په ورځ له سیمې څخه په وتلو موافقه وکړه.

XS
SM
MD
LG