د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په سورېې کې په ترهگرو دوهم ځل بمباري وکړه


د امریکا وسلوال پوځونه
د امریکا وسلوال پوځونه

د امریکا مرکزي قوماندانۍ چې په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي عملیات څاري، د سوریې په ختیځ کې د اتو موټرونو د ویجاړولو خبر ورکړ.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاگون په وینا د دې موټرونو څخه عراق ته د سامان الاتو د انتقال په موخه کار اخیستل کیدو.

په سوریې باندې د سې شنبې راهیسې هغه مهال بمباري پیل شوه چې واشنگتن او پنځو عربي هېوادونو د اسلامي دولت د ډلې د روزنیز او قوماندې په مرکزونو باندې په هوایي برید کې برخه واخیستله.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند، د سمندري ځواکونو جنرال جان کربي وویل چې امریکا نن چهارشنبې په عراق کې د کرد میشته ښار اربیل او د عراق په پلازمینه بغداد کې هم د اسلامي دولت د ډلې په هدفونو باندې هوایي بریدونه کړي دي.

په دې وروسیتو کې د اسلامي دولت ډلې په دواړو هیوادونو عراق او سوریې کې ځېني ښارونه تر ولکې لاندې راوستي وو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی چې د امریکا په مشرۍ په لومړي پړاو بمباریو کې د اسلامي دولت او القاعدې پورې تړلي ١٢٠ تندلاري وژل شوي دي.

امریکا د سې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې ځکه یې په سوریې کې د اسلامي دولت پر ډلې باندې برید کړی چې د سوریې حکومت نشوای کولای د دې ډلې مخه ونیسي.

په سوریې کې د اسلامي دولت په ډلې باندې په برید کې بحرین، سعودي عربستان، اردن، قطر او عربي متحده اماراتو برخه اخیستې ده.

په سوریې باندې څه دپاسه ٢٠٠ بریدونه شوي
په سوریې باندې څه دپاسه ٢٠٠ بریدونه شوي

بل لور ته د تیرې شپې په اوږدو کې څلور ساعته، امریکا او عربي متحدینو یې په سوریې کې د یاغیانو په کابو لسو اهدافو باندې څه د پاسه ٢٠٠ بریدونه تر سره کړي دي.

د امریکا د لوی درستیز د عملیاتي چارو مشر، ډگر جنرال ولیم مېویل وویل چې په لومړيو بریدونو کې اکثراً د القاعدې سره تړلې، د خراسان په نوم ډله په نښه شوې ده.

هغه زیاته کړه "د استخباراتي راپورونو له مخې د خراسان ډله د خپل پلان په ورستي پړاو کې وه چې پر لویدیځو اهدافو او احتمالاً په امریکا کې دننه بریدونه ترسره کړي."

د امریکا په فلوریدا ایالت کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ یوه ویډیو خپره کړې چې پکې هوایي بمبارد ښیي. په دې بریدونو کې د اسلامي دولت د ډلې د روزنېز مرکزونه او مورچلونه، او د نصره جبهې مرکزونه په نښه شوي دي.

د ترکېې ونډه

کیدای شي ترکیه هم د امریکا په مشرۍ عملیاتو کې په پوځي او لوژستیکي برخو کې مرسته وکړي. دا څرگندونې د چهار شنبې په ورځ د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وکړې.

هغه وویل "زه باور لرم چې دا به یوه تیروتنه وي که چیرې دا عملیات دوام ونکړي. دا عملیات باید په قاطع توگه دوام ولري. زما په عقیده په دې سیمه کې باید د ترهگرۍ او د ترهگرو شبکو په وړاندې مبارزه د گډې موافقې په چوکات کې ادامه پیدا کړي."

هالند اف ١٦ جنگي جت ورکوي

د هالند حکومت د چهار شنبې په ورځ په دې بحث کوي چې د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت په وړاندې عملیاتو کې څلور اف ١٦ ډوله جنگي الوتکې ورکړي.

کله چې جمهور رئیس بارک اوباما د بریتانیې په ویلز کې د ناتو د غړو هیوادونو د غونډې په ترڅ کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې ټلواله جوړوله، د هالند څخه یې په ایتلاف کې د شاملیدو غوښتنه نه وه کړې. خو د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جگړه کې د هالند د پوځي گډون دپاره د هغه هېواد د پارلمان ١٥٠ غړي باید موافقه وکړي.

د ایران غبرگون
خو د ایران جمهور رئیس حسن روحاني ویلي چې په سوریې باندې د امریکا په مشرۍ هوایي بریدونه غیرقانوني دي، ځکه چې دا د سوریې د حکومت په موافقه نه و تنظیم شوي.

ښاغلي روحاني وویل "په یوه هېواد باندې بمباري قانوني مقررات لري. یا باید بمباري د ملگرو ملتو د امنیت شورا د مصوبو په چوکاټ کې ترسره شي، یا که چېرې داسې نه کیږي نو د هغه هېواد چې بمباري ورباندې کیږي، چارواکي او استازي یې په رسمي ډول د هوایي برید غوښتنه کړې وي. پرته له دې نه د یوه هېواد یا یوه ډله هېوادونو له خوا پر بل هېواد باندې بمباري غیرقانوني ده."

امریکا له ېوې خوا نه، دا ویره درلوده چې که چیرې ایران په دغه جگړې کې شامل کړي نو کیدای شوای په عراق کې د ایران نفوذ زیات کړي؛ له بل پلوه امریکا دا هم نه غواړي چی د اسلامي دولت ډلې په وړاندې ټلوالې کې مهم سني هېوادونه ناراضه کړي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي نن چهارشنبې په داسې حال کې د ترکیې سرحد ته څیرمه سوریايي کډوال راغونډ شوي دي چې تېره شپه د ترکیې پولې ته نږدې په سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والو تر واک لاندې سیمو باندې هوایي بمباري شوې ده.

د دې ډلې مشر رامي عبدالرحمن وایي دا الوتکې چې د کوباني ښار په لویدیځ یې هوایي بمباري وکړه د ترکیې له لورې راغلې وې.

XS
SM
MD
LG