د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې د ۵۴ کسانو مړي موندل شوي دي


د سوریې مبارزین وایي چې د حمص په ښار کی د لږ تر لږه ٥۴ ښځو او ماشومانومړي موندل شویدی.دغه مبارزین وایی چې ځینی مړي ټوټې ټوټې شوي او په ښځو باندي جنسي تیری شوی دی.د سوریې مامورینو دغه مرگونه تایید کړیدی خو، وایې چې دا د وسلوالو ترورستانو کار دی. کومې مستقلې منبع ددغو قتلونو خبر نه دی تایید کړی.

ددغو ظلمونو رپوټونه په داسي وخت کی راځي چې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د غړو د بهرنیو چارو وزیران تیاری نیسي چې په سوریې کې د سولې د استازي د سفر د ختمیدونه وروسته چې نتیجه یی ورنکړه په نیویارک کې غونډه وکړي.

برتانیې دغه غونډه ددې دپاره غوښتې ده چې د عربو د پسرلي په نوم د پاڅونونو نه وروسته چې یو کال یی وشو، د منځني ختیځ په مسلې وغږیږی. خو دیپلوماتان توقع لري چې په دې غونډې کې چې د امریکا خارجه وزیره هم ورځي، زیاتره خبری په سوریی د روان تشدد په باره کې وي.

روسیې او چین ، د ملگرو ملتونو پریکړه چې د سوریی حکومت په خپلو مخالفینو باندې د مرگانیو حملو له کبله وغندل شوي ، رد کړیده. دوي وایی ددغه پریکړلیک هدف دا و چې د سوریی په داخلي چارو کې مداخله وشی.

د پریکړې ویتو کولو واشنگتن ځکه ستومانه کړیدی چې غواړي د بشری مرستو کارکوونکو ته باید دا فرصت مساعد شي چې سوریی ته ورشي او ولسي خلکو ته مرستې ورسوي.

د ملگرو ملتونو د مامورینو په تخمین اوه نیم زره خلک په دغو ناکراریو کې چې یوکال یی وشو، وژل شویدي. د ملگرو ملتونو او عرب لیگ استازی کوفی عنان پرون پرته له دې چې د وینو د توییدو د بندولو په سرکومه موافقه وشي، د سوریی نه بیرته روان شو.

کوفی عنان چې د ملگروملتونو پخوانی عمومي منشي دی وویل چې د تشدد ختمول به ډیره گرانه خبره وی ، خو زیاته یې کړه چې د ولسمشر اسد سره خبرو ورته خوشبینی پیدا کړیده.

ښاغلي عنان وویل چې د سوریی د حکومت نه یې وغوښتل چې سمدستي قتلونه بند کړي او دغه راز اصلاحات اوبدلونه ومني.

ښاغلی اسد د ناکراریو پړه په ترهکرو چې بهرنی زور ورسره دی اچوي او وایی ددغسي یوې ډلې سره د سیاسي روغې جوړې امکان نشته.

XS
SM
MD
LG