د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په په جسرالشغور کې حالات په خرابیدو دي


د سوریې په په جسرالشغور کې حالات په خرابیدو دي
د سوریې په په جسرالشغور کې حالات په خرابیدو دي

د سورئې دولتی مطبوعات وائې، حکومتی عسکرو نن دیکشنبی په ورځ په شمالی ښار کې دوسله والو سره نښتی کړیدی په داسی حال کې چې دسوریې له خوا دمظاهره چیانو په ځپلوباندی بین المللی قهر راپاریدلی دی.

مبارزین وایې، نن دیکشنبی په ورځ پوځ له دو خواونه دجیسر الشوغور په ښار باندی حملی پیل کړیدی. عینی شاهدان وائې، عسکر چې ښارته ننوتل نوپه هغه وخت کې ئې دچاودنو اوازونه واوریدل.

د سوریې دولتی مطبوعات وائې، حکومتی عسکر ښارته وروسته له هغې ننوتل چې وسله والو کسانو سرکونه او پلونه په چاودیدونکو موادو سره ویجاړکړل. حکومت په وسله والو بدماشانو تور ولگاوه چې په جیسر الشوغور کې دامنیتی چارو ماموران ووژل او وائې، عسکر دغه ښارته ننوځی چې دوسله والو ډلو سره مقاومت وکړی.

دترکېې سره په نژدی ښارگوټی کې دڅوورځو را هیسی نظامی عملیاتو زور اخیستی دی. په زرگونوکسان ترکېې ته ور اوړی چې دونیوله تویدونه ځانونه وساتی.

امریکا دشنبی په ورځ دسورئې حکومت غندلی وچې دهیواد په شمال کې بشری ستونزه پیدا کوی او له دمشق نه ئې وغوښتل چې په مظاهره چیانو په خلاف دتاوتریخوالی مخه ونیسی.

XS
SM
MD
LG