د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې کې مظاهرې په خونړۍ مرګ ژوبلې واوښتې


سوریې کې مظاهرې په خونړۍ مرګ ژوبلې واوښتې
سوریې کې مظاهرې په خونړۍ مرګ ژوبلې واوښتې

د سوریې د جمهور ریْس بشر الاسد پر ضد مظاهرې د جمعې په ورځ په خونړیو تلفاتو واوښتی.عیني شاهدان او د بشري حقوقو فعالین وايي چې د جمعې د ورځې په پېښو کې لږ تر لږه ۸ کسه ووژل شول.

دوي وايي چې د حماه په ولایت کې لږ تر لږ یو کس وژل شوی دی. دغه ولایت د یوې اونۍ نظامي نظارت لاندي و. د چارشنبې په ورځ حکومت وویل چې په دغه ولایت کې د آرامۍ نه وروسته پوځ ددغې سیمې نه راووتی. د بشري حقوقو ډلې وايي چې د نښتو پرمهال لږ تر لږه ۱۰۰ کسه په دې ولایت کې ووژل شول.

د جمعې د لمانځه د مظاهرو نه د مخه د سوریې قواوو د مظاهره کونکو ځپل پیل کړل.

د بشري حقوقو ډلې وايي چې د جمعې په ورځ وختي یوه ښځه وروسته له هغه نه ووژل شوه چې امنیتي قواوو د ټانکونو او پیاده عسکرو په ذریعه د ایدلیب ولایت د خان شیخون پر سیمې باندي برید وکړ.

دغه راز د پایتخت دمشق په سقباه ښارګوټي کې هم امنیتي قواوو هغه مهال یو بل کس وواژه چې د تیښتې هڅه یې کوله.

ویل کیده چې د جمعې په ورځ به بیا مظاهره کونکي لارو کوڅو ته راووځي او د ډیموکراسي دپاره به مظاهرې وکړي.

د پنجشنبې په ورځ په ټولې سوریې کې لږ تر لږه ۱۶ کسه ووژل شول. دا په داسي حال کې ده چې نړیوال د جمهور ریْس بشرالاسد اعمال چې د خپلو خلګو پر ضد د قوې نه کار اخلی غندي.

دغه راز د پنجشنبې په ورځ د آمریکا د سي بي اس د تلویزوني چینل سره په مرکه کې د آمریکا د باندنیو چارو وزیرې کلینټن پر چین او اروپايي اتحاد باندي غږ وکړ چې د سوریې پر تیلو باندي دي تعزیرات وضع کړي.

کله چې د میرمن کلینټن نه پوښتنه وشوه چې ولي د آمریکا متحده ایالاتو تر اوسه پوری د سوریې پر جمهور ریْس باندي غږ نه دی کړی چې قدرت پرېږدي نو ویویل چې یواځي آمریکا نه بلکې نورو هیوادونه هم باید خپل غږ پورته کړي چې اسد قدرت پرېږدي.

د آمریکا د باندنیو چارو وزیرې کلینټن په واري واري ویلی دي چې جمهور ریْس اسد خپل مشروعیت د لاسه ورکړی دی خو د هغې په شمول هیڅ یوه امریکايي مامور په واضیح الفاظو نه دي ویلي چې هغه دي څوکۍ پرېږدي.

په سوریې کې پېښې په مسقله توګه نشي تاییدیدای ځکه حکومت ډیرو لږو بهرنیو خبریالانو ته په دغه ملک کې د ګذښت و ګذار اجازه ورکوي.

د پنجشنبې په ورځ د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما او د ترکیې صدراعظم طیب رجب اروګان د یوه ټلفوني تماس په ترڅ کې پر دې باندي موافقه وکړه چې په سوریه کې دیموکراتیک انتقال ته ضرورت شته.

په عین حال کې په سوریې کې د آمریکا سفیر رابرت فورډ د سوریې د باندنیو چارو د وزیر ولید مولیم سره د پنجشنبې په ورځ په دمشق کې وکتل. سفیر فورډ په واضیح الفاظو کې دا وویل چې که چيري زورزیاتی بند نشي نو سوریه به د اقتصادي بندیزونو او زیات فشار سره مخامخ شي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG