د لاس رسي وړ اتصالات

عرب لیګ د سوریې پر ایستلو غور کوي


عرب لیګ د سوریې پر ایستلو غور کوي
عرب لیګ د سوریې پر ایستلو غور کوي

د عرب لیګ چارواکي وايي چې د عرب ملکونو د باندنیو چارو وزیران نن د یکشنبې په ورځ په قاهرې کې بیړنۍ غونډه کوي چې پر دې باندي خبري وکړي چې سوریه د خپل سازمان نه وباسي کنه.

ټولو ۲۲ غړو د سوریې د ایستلو په هکله د نوم د نه افشار کولو په شرط خبري وکړې. دغه سازمان د روان کال په پیل کې هغه مهال لیبیا د خپل سازمان د غړیتوب نه وایستله چې د لیبیا پخوانی مشر د مظاهره چیانو د ځپلو دپاره خونړۍ کمپاین پیل کړ. دغه سازمان په لیبیا کې د مشرتابه د بدلون سره سم بیرته لیبیا په خپل غړیتوب کې شامله کړه.

په عین حال کې سوریې فعالین وايي چې حکومتي قواوو ددغه هیواد په ختيځ کې پر هغو خلګو باندي ډزې پیل کړي دي چې د بشري حقوقو د یوه وژل شوي فعال په جنازه کې یې برخه اخیستله.

په بریتانیا کې میشت یوې ناظرې ډلې د یکشنبې په ورځ وویل چې حکومتي ځواکونو د سوریې د دیرالزور په ښار کې پر نږدې ۷ زرو خلګو باندي چې د زیدالعبیدي په جنازه کې یې برخه اخیستې وه، ډزې وکړې. ۴۲ کلن فعال د دوو میاشتو راهیسي د حکومتي ځواکونو نه پټ ګرځیدی او د شنبې په ورځ د حکومتي قواوو له خوا ووژل شو.

فعالین وايي چې حکومتي قواوو په پایتخت دمشق کې د مظاهره کونکو پرضد حملې ترسره کړي دي.

د زبداني په ښار کې چې د پایتخت په ۵۰ کیلومیټرۍ کې موقعیت لري حکومتي ځواکونو کورونه تلاشي کول او لږ تر لږه ۲۵ کسه یې ونیول.

XS
SM
MD
LG