د لاس رسي وړ اتصالات

عرب لیګ: څارونکي دي سمدستي د سوریې نه ووځي


عرب لیګ: څارونکي دي سمدستي د سوریې نه ووځي
عرب لیګ: څارونکي دي سمدستي د سوریې نه ووځي

ویل کیږي چې د سوریې امنیتی ځواکونو، پرون لږ تر لږه اوه تنه ووژل. د عرب لیگ مشورتي بورډ ، ویلي دي چې څارونکي دي سمدستي د سوریی نه ووځي.

دغه مشورتی گروپ وایي چې دغو څارونکو و نه شو کړی چې حکومتي عسکر د ملکي خلکو د وژلو نه منع کړي.

څلور کسه پرون هغه وخت ووژل شول چې ولسمشر بشارالاسد ته وفادارو عسکرو د دمشق په درعا کې په مظاهره چیانوباندې حمله وکړه.

همدا شان روپوټونه وایې چې په حمص کې هم تلفات پیښ شوی دي.

مبارزین وایې د ١٥٠ نه زیات کسان ، په تیره اونۍ کې د څارونکو د څارنی د پیل کیدو راهیسې په سوریې کې وژل شویدي.

د عربو پارلمان د عربو د ټولنی د ٨٨ کسیزې کمیټې هیات وویل تشدد ادامه لري او نور کسان د ماشومانو په ګډون ټپي او وژل کیږي.

ددې ټولنې نطاق علی ال سلیم ال دیکباس وویل دغو حالاتو ته په کتو سره باید څارونکي سمدستی ووځي.

دغه پارلمان د عربود ټولنې نه جلا فعالیت کوي او دا مکلفیت نه لري چې سپارښتنې دي عملي کړي.

XS
SM
MD
LG