د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې مخالفو ډلو د ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه کړې


د سوریې مخالفو ډلو د ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه کړې
د سوریې مخالفو ډلو د ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه کړې

عرب لیګ نن د یکشبنې په ورځ په مصر کې غونډه کوي چې په سوریه کې د ناظرینو د یوه میاشتني ماموریت ارزونه وکړي. ټاکل شوې چې عرب لیګ به خپل دغه نظارتي ماموریت په سوریه کې نور هم پسي تمدید کړي او غړي به یې لا زیات کړي.

د سوریې د مخالفینو د ملي شورا مشر برهان غلیون د شنبې په ورځ قاهرې ته ولاړی چې د عرب لیګ د چارواکو سره وګوري. هغه ویلي دي چې که چیري د ناظرینو ریپوټ په حقایقو بنا نه وي نو دوي به یې رد کړي.

په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن د مصر د باندنیو چارو وزیر محمد عمر سره اړیکې ونیولې او د عرب لیګ د غونډې مخکي یې د سوریې په هکله خپل یاداښتونه او افکار ورسره تبادله کړل.

د سوریې حکومتي مطبوعات او فعالین وايي چې د شنبې په ورځ په ټولې سوریې کې لږ تر لږه ۳۰ کسه وژل شوي دي. د سوریې مخالفو ډلو د ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د سوریې په مسله کې دي مداخله وکړي.

ملګرو ملتونه و ايي چې د سوریې د پاڅون د پیل راهیسي تر اوسه پوري ۵۴۰۰ کسه په سوریه کې وژل شوي دي په داسي حال کې چې سوریې بیا وايي چې ترهګرو ددغه هیواد څه کم ۲ زره امنیتي ځواکونو وژلي دي.

XS
SM
MD
LG