د لاس رسي وړ اتصالات

کوفي عنان: سورېې ډاډ راکړی چې د اوربند آحترام به وکړي


د سورېې لپاره د ملگرو ملتونو او عرب لېگ خاص استازې ،کوفي عنان، واېې چې د سورېې حکومت ورته ډاډ ورکړې چې د هغه اوربند آحترام به وکړي چې ټاکل شوې په راتلونکو ٢۴ ساعتونو کې ېې د مخالفانو سره ومني.

د سورېې لپاره د ملگرو ملتونو او عرب لېگ خاص استازې ،کوفي عنان، واېې چې د سورېې حکومت ورته ډاډ ورکړې چې د هغه اوربند آحترام به وکړي چې ټاکل شوې په راتلونکو ٢۴ ساعتونو کې ېې د مخالفانو سره ومني.

ښاغلي عنان نن په تهران کې د اېران د خارجه وزېر علي آکبر صالحي سره وکتل او د سورېې د روان بحران په آړه ېې ورسره خبرې وکړې.

آېران په سېمه کې د سورېې ډېر نژدې آنډېوال دی او کولي شي چې په دغه ملک کې دروان تشدد او جنگ په ختمولو کې مهم رول ولوبوي

-کوفي عنان ووېل:

ما نن سهار داېران د خارجه وزېر سره د سورېې د روانې وضعې په اړه ډېرې تعمېري خبرې وکړې. مونږ دواړو موافقه وکړه چې ددغه بحران دحل لپاره باېد ېوه سوله اېزه لاره ولټول شي.

په عېن وخت کې ښاغلي عنان په خپل هغه لېک کې چې د سه شنبې په ورځ ېې د ملگرو ملتونو د آمنېت د شورا غړو ته لېږلې دی ، وېلي چې د هغو ملکونو د حکومتي مشرانو سره ېې هم تماس نېولې چې د هغه په وېنا په سېمه کې نفوذ لري.

کوفي عنان ووېل چې ټولې خواوې باېد آوربند مراعت کړي او ټاکلې موده کې دې جنگ پاې ته ورسوي.دغه آوربند به د پنجشنبې په ورځ د سورېې د محلي وخت سره سم سهارپه شپږو بجو نافذېږي.

خو د ښاغلي عنان د ډاډگېرنې باوجود، د ملگرو ملتونو د آمنېت د شورا ېو شمېر مهم غړي د آوربند د مراعتولو په آړه د سورېې د حکومت د مشرانو په ښه نېت چندان زېات باور نه لري او خپله ژوره آندېښنه ېې څرگنده کړې ده.

په ملگرو ملتونو کې دآمرېکا سفېره، مېرمن سوزن راېس، چې فعلا د آمنېت د شورا دوراني رېاست په غاړه لري، واېې که چېرې د سورېې واکمن رژېم په خپله وعده باندې دا ځل هم وفا ونه کړه نو باېد چې د آمنېت دشورا غړي او نړېواله ټولنه په دې سوچ وکړي چې په متحده توګه د بشارالاسد په مقابل کې څه وکړي.

XS
SM
MD
LG