د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې مخالفینو ۱۷ حکومتي عسکر وژلي


په سوریې کې فعالین وايي چې د حکومت مخالفینو د حومص په ښار کې د سوریې د پوځ ۱۷ تنه سرتیري وژلي دي. دا په ۱۴ میاشتني پاڅون کې د سوریې د پوځ دپاره تر ټولو خونړۍ ورځ ده .

فعالین وايي چې د دوشنبې د ورځې جګړه د راستان په ښارګوټي کې پيل شوه چې د حومص په ۲۵ کیلومیټرۍ کې موقعیت لري او د سوریې پوځ پرې سخت بریدونه کړي دي. عیني شاهدان وايي چې په برید کې څو کسان ټپیان او د پوځ څو موټرې ویجاړې شوي دي.

د نن ورځې نښتې هغه اوربند لا پسي کمزوری کوي چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ پخواني د ملګرو ملتونو منشي یوه میاشت مخکي پلي کړ .

پرون د یکشنبې په ورځ د سوریې ځواکونو چې ټانکونه وروسره وو وروسته له نه چې د یاغیانو یو ښارګوټی یې ونیوی، لږ تر لږه ۵ کسه یې ووژل، کورونو ته یې اور واچوی او دوکانونه یې لوټ کړل.

XS
SM
MD
LG