د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په لویديځ کې د سوریې ۴۲ سرتیري وژل شوي دي


عراقي امنیتي چارواکي وايي چې د دغه هېواد په لویدیځ کې د یوې حملې په ترڅ کې د سوریې لږ تر لږه ۴۲ سرتیري وژل شوي دي.

دغه چارواکي وايي چې یادشویو سرتیرو د سوریې د حکومت ضد مبارزینو سره د نښتو وروسته غوښتل چې د عراق په شمال کې پناه وغواړي. دوي وايي چې د سرتیرو مړي اوس د جنوبي سرحد له لارې بیرته سوریې ته انتقالوي. یادشوي چارواکي وايي چې پېښه نن د د دوشنبې په ورځ د سوریې سرحد ته څیرمه د اکاشت په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. تر اوسه پوري دا واضیح شوې نه ده چې یادشوي سرتیري چا وژلي دي.

عراقي چارواکو په واري واري خبرداری ورکړی دی چې د سوریې کورنۍ جګړه کیدای سي د سرحد له لارې عراق ته هم وروغځېږي.

دا په داسي حال کې ده چې د سوریې د حکومت مبارزینو د دوشنبې په ورځ یو لړ تهاجمي عملیات پیل کړي دي چې د ترکیې د سرحد څیرمه هوايي ډګر ونیسي. همداشان دغو مبارزینو د سوریې د حکومتي ځواکونو سره د حلب ښار په یوه تاریخي جومات کې هم نښتې کړي دي. دغه راز د سوریې په شمالي برخو کې د حکومت پلوو او حکومت ضد ځواکونو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی.
XS
SM
MD
LG