د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په سوریې کې خپل ماموریت د تشدد په خاطر ځنډولی


په سوریې کې مخالفین وايي چې حکومتي قواوو د حومص په ښار کې چې د مخالفینو قوي مرکز دی، بریدونه کړي دي لږ تر لږه ۱۱ کسه یې وژلي دي.فعالینو نن د یکشنبې په ورځ نوي ویډیوګانې خپرې کړي دي چې په کښي د سوریې په مرکزي ښار کې نوي نښتې ښودل کېږي.

د حکومت مخالفینو دغه راز د سوریې په څو نورو ښارونو کې هم د شنبې د ورځې د نښتو ریپوټونه ورکړي دي چې په کښي لږ تر لږه ۵۰ کسه ووژل شول.

په داسي حال کې چې دغه ویډیوګانې او ادعاګانې په مستقله توګه نشي تاییدیدای خو حومص د حکومت ضد د مظاهره کونکو یو قوي مرکز دی چې د یوه کال نه زیات وخت راهیسي یې د حکومت پرضد مظاهرې تنظیم کړي دي. ددغو مظاهرو په لړ په زرګونو تنه خلګ وژل شوي دي. د سوریې حکومت ددغه تاوتریخوالي پړه پر هغو کسانو وراچوي چې دوي ورته ترهګر وايي.

په سوریې کې د تاوتریخوالي له کبله د ملګرو ملتونو ۳۰۰ ساوه کسیزه څارونکې ډلې خپل ماموریت ځندولې دی خو ددغه ماموریت ریْس تورن جنرال رابرت موډ وايي چې د هغه کار کونکي به دغه هېواد پرې نږدي.

XS
SM
MD
LG