د لاس رسي وړ اتصالات

د حلب په ښار کې جګړو زور اخیستی


د سوریې پوځ نن د شنبې په ورځ د حلب په ښار باندې چې د دغه هیواد سوداګریز پایتخت هم بلل کیږي، د یاغیانو په خلاف تعرضي علمیاتو ته زور ورکړیدی. پوځ د یاغیانو مورچلونه او د هغوي تر کنترول لاندې سیمې په ټانکونو او جنګي هیلوکوپترو ویشتلي دي.

مبارزینو په انټرنټ کې د حلب د ښار د بمباریو او جګړو یوه ویډیو خپره کړیده، پدې ویډیو کې د سوریې د پوځ لخوا د بمبارۍ او ټوپکو د ډزو آوازونه اوریدل کیږي او هم پکې ښودل کیږي چې د حلب د ښار د صلاح الدین د سیمې د ودانیو نه لوګي پورته کیږي.

د سوریې لپاره د بشري حقونو د څارنې د ادارې رئیس رامي عبدالرحمن چې دفتر یې په لندن کې دی، امریکا غږ ته ویلي دي چې جګړو سهار وختي زور واخیست." د ډزو آوازونه اوریدل کیدل او پوځ سیمه بمباري کړله. د سیمې خلکو ویلي دي چې د همدریه او صلاحدین په سیمو کې د پوځ او وسله والو مخالفینو تر منځ نښتې شویدي. هیلوکوپترې هم په همدغو سیمو کې لیدل شویدي. "
ښاغلی عبدالرحمن وایي دا لومړی ځل دی چې ټانکونو دا سیمه په توپونو وویشتله." د حلب په ښار کې جګړه د څو ساعتونو لپاره ښه شدیده روانه وه، لس ګونه خلک وژل شوي او ټپي شويدي. "
د حکومت طرفداره مطبوعاتو په سوریه کې خبرداری ورکړیدی چې د حلب په ښار کې دا جګړه په سوریې کې د ټولو نورو جګړو مور ده . د امریکا متحده ایالاتو، برتانیې او ملګرو ملتونو اندیښنه ښودلې ده چې ممکن د حلب په ښار کې چې شاوخوا درې میلونه خلک پکې ژوند کوي، یو بل قتل عام رامنځته شي.

په عین حال کې په لبنان کې مطبوعاتو ویلي دي چې تیره شپه د دې هیواد د طرابلس په ښار کې د علوي شیعه ګانو او سنيانو تر منځ جګړه شویده خو د پوځ د مداخلې له وجې موضوع حل شویدي.

دې جګړې په لبنان کې ویره پیدا کړیده چې ممکن د سوریې د جګړې لمن به د دې هیواد پورې هم پراخه شي.
XS
SM
MD
LG