د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د چاودنې له امله د ۵۰ نه زیات خلګ وژل شوي


Clinton to Push Tougher Syria Policy at UN

Clinton to Push Tougher Syria Policy at UN

د سوریې دبشري حقوقو ټولنه وايي د سوریې په شمال ختیځه کې د یوې چاودنې له کبله د 50 نه زیات کسان وژل شویدي او په لسهاو نور ټپیان شویدي. دغه ټولنه چې په برتانیې کې دېره ده وايي چاودنه هغه وخت منځته شوه چې د هوايي بمبارۍ په لړ کې دا لرقا په ایالت کې دتیلو یوه ذخیره وویشتل شوه.

دسوریې دولتي تلویزون وايي هغه نظامی هلېکوپټره چې پاېتخت دمشق ته نژدې لوېدلې ده، په هوا کې یې د بلی مسافر وړونکې الوتکې لکۍ ور غوڅه کړله. خو دغه مسافر وړونکی الوتکه په خوندی توگه نن د پنجشنبی په ورځ ددمشق په نړېوال هوايی ډگر کې کښېنستله. په دغه الوتکه کې دوه سوه مسافران سپاره وو.

نظامي هلیکوپټره نن دپنجشبنی په ورځ د دوما په علاقه کې ولویدله خو په دې هکله نور تفصیل ندی ورکړل شوی. دسوریې د حکومت مخالفین وايي چې دوی ېوه هلیکوپټره غورزولې ده. دغو مخالفینو تیره میاشت هم دعوه کړی وه چې یوه الوتکه ېې غورزولې ده.

دامریکا غږ خبریالې الېزابت ارات وویل چې نن دپنجشنبی په ورځ د دمشق په شاوخوا کې سختې ډزې روانې وې. هغې وویل چې په یوشمیر سیمو کې چې ډزې پکې روانې وې خلکو خپل ماشومان ښوونځیو ته راوستی وو او ټول صنفونه تقریبا ډک وو.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG