د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د اوربند برسیره نښتې شوي


نن د جمعې په ورځ په سوریه کې د لوي اختر په مناسبت څلور ورځنی اوربند رسما پیل شو خو فعالین وايي چې د اروبند برسیره د حکومت او حکومت ضد قواوو ترمنځ ځیني نښتې شوي دي.


د سوریې د بشري حقوقو نظارتي ډله وايي چې د ایدلیب په ښار کې د حکومت او حکومت ضد قواوو ترمنځ د اختر د لمانځه وروسته نښتې پیل شوي دي. دا په داسی حال کې ده چې دواړو خواوو د رامنځ ته شوي اروبند سره موافقه کړې ده. فعالین وايي چې نښتې د وادي الدیف د نظامي مرکز پر سر روانې دي.

دغه راز فعالین وايي چې د پلازمنې دمشق د هراسته په سیمه کې درې کسه د ټانک په ذریعه او دوه تنه نور د نښان زن په ډزو کې وژل شوي دي. همداشان د دیران په ولایت کې هم درې تنه هغه مهال ټپیان شول چې حکومتي قواوو پر مظاهره کونکو باندي برید وکړ.


کله چې د امریکا غږ د سوریې د بشري حقوقو د څارونکي سازمان د مشر رامي عبدالرحمن څخه پوښتنه وکړه چې آیا رامنځ ته شوی اوربند فسخ شوی دی، نوموړي په ځواب کې وویل چې یا نه دی مات شوی ځکه که مات وای نو تر اوسه پوري به په معمول ډول ۱۰۰ کسه وژل شوي وای او اوس یواځی ۵ کسه وژل شوي دي.


په عین حال کې په بل انکشاف کې د سوریې جمهور ریْس بشرالاسد په یوه جومات کې د عبادت کونکو سره راښکاره شو . نوموړی د جمعې لمانځه ته راغلي وو او د مسلمانانو د اختر ورځ یې لمانځله.
XS
SM
MD
LG