د لاس رسي وړ اتصالات

د عربي ټولنې ماموران د سوریې پر نوی ایتلاف خبرې کوي


ټاکل شویده ، د سوریې د نوي ائتلاف نه وروسته د عربي ټولنې ماموران د سوريي په وضع خبرې وکړي . دغه ائتلاف د هغې ډلې سره یوځای کیږي چې د ولسمشر بشار الاسد د راپرزولو لپاره جنگیږي.

د عربي ټولنې مشر نبیل العربي د بهرنیو چارو د وزیرانو دغونډې نه مخکي چې نن د دوشنبې په ورځ په قاهره کې جوړیږی، د بین المللی استازي لخضر براهیمی سره خبرې وکړې.

د سوريي د حکومت مخالفو ډلو پرون د یکشنبې په ورځ میانه رو ملا معت الخطیب د نوی ائتلاف مشرۍ ته انتخاب کړ . دوي تجار ایید سیف او مشهوره مبارزه سوهیر العطاسی د مرستیالانو په حیث انتخاب کړیدي. د امریکايي ډیپلوماتانو او د قطر د مامورانو د فشار په سبب د اسد ضد شخصیتونو کوشش کاوه چې اتحاد سره وکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې دوي سترگی په لار دي چې د دغه ائتلاف ملاتړ وکړي په داسی حال کې چې د اعلامیې له قراره دا د اسد د خونړي واکمنۍ پای ته د رسولو او په سوریې کې د سوله ایز او ډیموکراتیک حکومت د جوړیدو لپاره کیږی.

د مخالفو ډلو غړی وايي، دوي به د اسد دحکومت سره خبری ونکړي.
نن د دوشنبې په ورځ په سوريي کې جنگ جگړو دوام لاره او د سوريي جنگي الوتکو د ترکيي سرحد سره نژدی د یاغیانو ترلاس لاندې ښارگوټی بمباري کړیدی.
XS
SM
MD
LG