د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې حکومتي بمباریو د فلسطینیانو کمپ په نښه کړی


د سوریې مخالف مبارزین وایي، حکومتي جنگي الوتکو د دمشق جنوب پلو ته د فلسطینیانو په کمپ بمباری کړیده، لږ ترلږه اته کسه یې وژلي دي.

د سوریې د یاغیانو اسلام پاله ډله، وايي جنگیالیو یې، د سوریې په شمالي ښار حلب کې د پوځ د پیاده قوې یوه اډه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.

د ال توحید لوا د بیان له مخې دغو یاغیانو چې د قدرت نه د جمهورریس بشار الاسد د لیرې کولو دپاره جنگیږي، پرون د سوریې په دغه لوی ښار کې دا عسکري اډه په بشپړ ډول ونیوله .

د ال توحید لوا، په حلب کې د یاغیانو د غټو ډلو نه یوه ډله ده چې د جولای د میاشتې راهیسې په کورنۍ جګړه کې یوه لویه جبهه ده.

دغه بیان د ال توحید په ویب پاڼه کې نن خپورشویدی. بیان وایي چې ددغه لوا قوماندان ددغه اډې په جنگ کی وژل شویدی.

نیول شوې اډه په حلب کې دویمه غټه نظآمی اډه ده چې یاغیانو په دې هفته کې ونیوله.
XS
SM
MD
LG