د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې حکومتي ځواکونو د یاغیانو په سیمو حملې کړي


آرشیف
آرشیف
د جمعې په ورځ د سوریې پلازمېنې دمشق ته نژدې حکومتي قواوو د یاغیانو په سیمو باندي بیا حملې وکړې او په عین حال کي د گولان په لوړو کي چي د حکومت تر کنټرول لاندي دي د دوو موټر بمونو په چاودنو کي اته کسه وژل شوي دي.

د آبزروېټري په نامه د سوریې د بشري حقوقو مؤسسې وویل چي په دغو چاودنو کي زیاتره وژل شوي کسان د سوریې د اردو د استخباراتو غړي وو.

د دغو بمونو د چاودنو په هکله چا څه نه دي ویلي چي چا کړي دي، خو د ځانمرګو او د موټر بمونو حملې چي د سوریې په عسکرو باندي کیږي عموما د اسلامي یاغیانو تاکتیک دی چي هغوي د یاغیانو په ملگرتیا کوښښ کوي جمهوررئیس بشار اسد را وپرځوي.

د آبزروېټري مؤسسه وایي چي د اردو قواو د جمعې په ورځ د مخالفینو تر لاس لاندي د دمشق په سیمو باندي بمبارۍ وکړې. هغوي هلي ځلي کوي چي دغه سیمي بیرته د یاغیانو نه ونیسي.

ملگرو ملتونو پرون په سوریه کي د خپل سفیر له خوا یو لیک خپورکړی او په هغه کي یې دا غوښتنه رد کړې ده چي وایي د سوریې د جگړو جنایتکاران دي د جنایاتو نړۍ والي محکمې ته وسپارل سي. تقریبا ٦٠ ملکونو دا غوښتنه کړې ده، خو په لیک کي ویل شوي دي چي دا کار « دوه مخي او ریاکاري » څرگندوي.
XS
SM
MD
LG