د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د حکومت مخالفین وايي چې په دمشق کې د موټر بم په یوې چاودنې کې لږترلږه 31 تنه وژل شوي دي. دغه چاودنه په سوریې کې د حاکم ګوند، د بعث ګوند، مرکزي دفتر ته نږدې شوېده.

د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله چې مرکز یې په لندن کې دی ویلي دي چې په چاودنه کې زیاتره وژل شوي کسان ملکیان دي.

د سوریې دولتي تلویزون دغه چاودنه د ((ترورستي بم چونې)) په نامه یاده کړې ده. دغه تلویزوني شبکې ویلي دي چې چاودنه د دمشق د المزرعې په ګن میشتې سیمې کې شوې.

د روسیې خبري آژانسونو بیا ویلي دي چې چاودنې په سوریې کې د روسیې د سفارت ښیښې ماتې کړې دي.

په عین وخت کې د سوریې مخالفین په قاهرې کې راټول شوي دي چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد سره د سولې په یوې طرحې باندې خبري وکړي.
XS
SM
MD
LG