د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې مبارزین وايي چې د امریکا وسلې یې په کار دي


د سوریې مبارزان او چاروندوکي وايي چې د راقا د ښار په شاوخوا لیري برخو کې سخته جګړه روانه ده. په دغه جګړه کې دسوریې دپوځ او یاغیانو له جملې نه په لسهاو کسان وژل شویدي.

په عین حال کې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د شنبې په ورځ قاهرې ته رسېدلی دی. هغه د جمعې په ورځ په ترکیه کې د سوریې د شخړې په برخه کې د ترکي چارواکو سره خبري وکړلې.

دپنجشنبی په ورځ په روم کې ښاغلی کېري اعلان وکړ چې د سوریې یاغیانو ته به په مستقیم ډول خواړه او دارو درمل برابر کړي. په دې کې به د 60 ملیونو ډالرو په ارزښت غیر محاربوي توکي شامل وي. تمه ده چې څو اوروپايی هېوادونه هم همداکار وکړي.

خو له بل پلوه، د سوریې د بهرنیو چارو وزېر امریکا په دې باندې په دوه مخیز سیاست محکومه کړه چې داپرېکړه ېې وکړه چې ېاغېانو ته داسی مرستی برابری کړی چې دبشارالاسد رژېم راوپرزوی.

ولید المعلم دشنبی په ورځ پیرو ته په خپله سفر کې وویل چې دی په دې نه پوهېږی چې واشنگټن څنګه هغې ډلی ته مرسته ورکوي چې دسوریې خلک وژني او سورییانو ته د بندیزونو لګولو په واسطه سزا ورکوي.


په عین حال کې د سوریې د یاغیانو مشر سلیم ادریس وایي چي د ده جنګیالي د امریکا نه وسلې غواړي نه خواړه او بنداژونه.

ادریس اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته وویل چي دی د ټانکونو او الوتکو ضد توغوندیو ته ضرورت لري چي د بشار اسد قواووي د سوریې د خلکو د وژلو نه راوګرځوي. هغه دا هم وویل چي هغه غیر محاربوي وسایل به چي امریکا یې غواړي یاغیانو ته یې واستوي هغوي کامیابۍ ته ونرسوي.

روسیه چې دسوریې د حکومت پخوانی انډیوال هیواد دی وايي چې دا مرستې به ددغه دوه کلن کورنۍ جګړې په ختمولو کې مرسته ونکړي.
XS
SM
MD
LG