د لاس رسي وړ اتصالات

د بشر حقوق: په سوریې کې ملکیان باید وژغورل شي


د بشر حقوق: په سوریې کې ملکیان باید وژغورل شي
د بشر حقوق: په سوریې کې ملکیان باید وژغورل شي

د بشري حقوقو د سازمان یوې لوړ پوړي چارواکې پر نړیوالې ټولنې باندي غږ کړی دی چې په سوریې کې دي د ملکیانو د ژغورلو دپاره په سمدستي اقداماتو باندي لاس پوري کړي. دغه چارواکي ویلی دي چې د حکومت د خوا د مظاهره کونکو د ځپلو په ترڅ کې د وژل شویو ملکي کسانو شمیر د ۳ زرو خلګو نه اوښتی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د سازمان کمیشنره ناوي پیلي د جمعې په ورځ وویل چې په وژل شویو ملکیانو کې ۱۸۷ ماشومان هم شامل دي. پیلي زیاته کړه چې په تیرو لسو ورځو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسه وژل شوي دي.

میرمن پیلي خبرداری ورکړ چې د سوریې د حکومت له خوا دغه راز وژنې او ځپل کولای شي چې دغه هیواد د کورنۍ جګړې پر خوا بوزي. هغې دا په ډاګه نکړه چې نړیواله ټولنه باید په کومو اقداماتو باندي لاس پوري کړي.

د سوریې حکومت د مظاهره کونکو پرضد چې د میاشتو راهیسي د حکومت پر ضد مظاهرې کوي او د ولسمشر اسد د ایسته کیدو غوښتنه کوي، د قوې نه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG