د لاس رسي وړ اتصالات

عمر موسی: د سوریې د رژیم رانسکوریدل نه بدلیدونکې خبره ده


په داسي حال کې چې په سوریه کې د حکومت ضد مظاهرې روانې دي او پر مبارزینو باندي د حکومتي ځواکونو بریدونه ادامه لري د عرب لیګ پخواني مشر او د مصر د جمهور ریاست کاندید امر موسی ویللي دي چې په سوریه کې د رژیم د بدلیدو مخه څوک نسي نیولای. دا په داسي حال کې ده چې په دمشق کې د دوه ګونو چاودنو مرګ ژوبله اوس ۲۷ کسانو ته رسیدلې ده.

په یوه ویډیو کې چې د شنبې په ورځ په ټولنیزو ویب پاڼو کې خپره شوې ښودل کېږي چې د سوریې د رقا په ښار کې د حکومت ضد پراخې مظاهرې روانې دي. په ویډیو کې د ډزو آوازونه راځي او خلګ ښودل کېږي چې ټپیان دي. رویټریس خبري آژانس وايي چې د ترلاسه شوې ویډیو اصلیت په مستقله توګه نشي تاییدولای.

په سوریې کې دا مظاهرې په داسي حال کې کېږي چې یوه ورځ مخکي په پلازمینې کې دوې قوي چاودنې وشوې چې په کښي څو امنیتي پرسونل او ګڼ شمیر ملکیان ووژل شول. د سوریې حکومتي تلویزون ددغو چاودنو پړه د دوي په وینا پر هغو ترهګرو ورواچوله چې د یوه کال راهیسي یې د بشرلاسد د رژیم پر ضد پاڅون پیل کړی دی. وروستي آمار شيي چې د تلفات شمیر ۲۷ تنو ته رسیدلی دی.

دا چاودنې د سوریې د پاڅون د کلیزې د پوره کیدو دوې ورځې وروسته وشوې. د ملګرو ملتونو د تخمین پر اساس تر اوسه پوري د سوریې په شخړه کې ۸ زره خلګ وژل شوي دي او د ۲۳۰ زرو نه زیات خلګ د خپلو کورنو پرېښولو ته اړ شوي دي.

ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو او اسلامي همکارۍ د سازمان ګډ ماموریت به د سوریې په بیلابیلو ښارونو کې بشري وضیعت وڅاري. تر اوسه لا معلومه نه ده چې دې ډلې خپل کار پیل کړی دی کنه.

همداشان په لندن کې مشتې د بشري حقوقو ډلې چې په سوریه کې وضیعت څاري هم ویلي چې ددغه هیواد په یو شیمر سیمو کې خونړۍ پېښې شوی دي. د دوي په ریپوټ کې ویلي شوي دي چې د رکا په ښارګوټکي کې ۵ کسه وژل شوي او دغه راز د هغه سپین ږیري سړي مړی پیدا شوی دی چې یوه ورځ مخکي د امنیتي قواوو له خوا نیول شوی و . دغه ټول ریپوټونه په مستقله توګه نشي تاییدلای ځکه چارواکي بهرنیوو خبریالانو او د بشري حقوقو فعالینو ته اجازه نه ورکوي.

په سوریې کې تاوتریخوالی په داسي حال کې زور اخلي چې د سوریې دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استاځي کوفي عنان سوریې ته خبرداری وکړی دی چې که چیري په دغه هیواد کې شخړه په سمه توګه اداره نکړي نو په سیمه ایزه کچه به یې اغیزې ډیرې جدي وي.

ښاغلي عنان دغه راز د ملګرو ملتونو د امنیت پر شورا باندي غږ وکړ چې خپل منځني اختلافات دي یوې خوا ته پرېږدي او پر سوریې دي فشار راولي چې خپل پر خلګو باندي د خونړیو حملو نه لاس واخلي

ښاغلي عنان داسی وویل: ،،زمونږ د ټولو دپاره تر ټولو لومړۍ هدف باید دا وي چې هڅه وکړو چې په سوریه کې تاوتریخوالی، د بشري حقوقو نقض او وژنې ودروو. وروسته اړو سیمو ته د بشري مرستو د رسولو دپاره بشپړ لاس رسی پیدا کړو. البته د سوریې د سیاسي بهیر مهمې موضوګانې هم باید په پام کې ونیول شي چې په لړ کې یې یوه ډیموکراته سوریه رامنځ ته شي او د سوریې د خلګو آرمان پوره شي،،

په عین حال کې د عرب لیګ پخواني مشر او د مصر د ولسمشر دپاره کاندید امر موسی ویلي دي چې د سوریې د رژیم نسکوریدل کیدونکې خبره ده خو هغه هیله څرګنده کړه چې د لیبیا په شان به نه وي چیري چې د ناټو بمباریوو د قذافي رژیم رانسکور کړ.

هغه داسي وویل: ،،زه په دې باور یم چې وخت به دا په ډاګه کړي چې څه کېږي. اوس په سیمه کې یوه تاریخي شېبه ده. بدلون د روانې لوبې نوم دی او همدغه بدلون به په راتلونکې کې په منځني ختيځ او عربي نړۍ کې یو برخلیک ټاکونکی عامل وي.،،

کله چې د ښاغلي موسی نه پوښتنه وشوه چې آیا د سوریې په وضیعت کې به هم د لیبیا په شان تګلارې نه کار واخیستل شي او ناټو به مداخله وکړي هغه داسي وویل: ،،زه هیله لرم چې د لیبیا په شان نه وي او دا مسله به درک او منل کېږي چې هغه څه چي هلته وشول، باید ورته د یوه معمول کار په سترګه ونه کتل شي.،،

په سوریې کې د ولسمشر اسد پرضد پاڅون یو کال پوره او دویم کال پیل شو، خو اوس هم داسي ښکاري چې په دغه هیواد کې تاوتریخوالی ادامه لري. د ملګرو ملتونو د تخمین پر اساس تر اوسه پوري د سوریې په شخړه کې ۸ زره خلګ وژل شوي دي او د ۲۳۰ زرو نه زیات خلګ د خپلو کورنو پرېښولو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG